اسلام آباد ۔ 15 نومبر (اے پی پی) د پاکستان مسلم لیګ (ن) لارښودو وئيلي دي عمران خان د چين اولس مشر دوره منسوخ كولو څخه وروستو يو ځل بيا د هېواد د ګټو په ضد قدم پورته كولو سره د تركيه اولس مشر په راتګ د پارلمان شريكې غونډې څخه د بائيكاټ اعلان كړے۔ د عمران خان سياست په “زه ٬ تورونو لګولو او كنځلو” پېل كيږي او هم په دغه ختمېږي۔ وزیراعظم محمد نواز شریف چې د پانامه په معامله كومه موقف پارلمان كښې وړاندې كړې ؤ په هغې نن هم ولاړ دے۔ د قطر خبره عدالتي كېس لپاره محفوظ كړې شوې وه۔ كه مخالفين مونږ سره اتفاق نه كوي نو ثبوت دے عدالت ته راوړي۔ شريف كورنۍ بهر هېواد كښې سرمايه كاري وكړه او هغه ئې خرڅه كړه۔ يوه پېسه ئې هم پاكستان نه بهر وړلې نه ده۔ د دې خيالاتو څرګندونه وفاقي وزير خواجہ سعد رفیق ‘دوهم وزيرې انوشه رحمان ‘ ډاكټر طارق فضل چوهدري او د قامي اسمبلۍ غړي دانيال عزيز د نهې په شپه پي آئي ډي كښې خبري كنفرنس ته خطاب كښې وكړه۔ وفاقي وزير سعد رفيق ووئيل د افسوس خبره ده چې د پاكستان ملګري هېواد اولس مشر پاكستان ته راځي او عمران خان د پارلمان شريكې غونډې څخه بائيكاټ كړے۔ وړاندې هم د ده دھرنې په سوب د چين اولس مشر خپله دوره منسوخ كړې وه۔ د سی پېک په ټولو منصوبو عمل درآمد كښې د تاخېر سوب عمران خان دے۔ ده ووئيل شريف كورنۍ چې كوم كاروبار بهر كړې دې لپاره ئې د پاكستان نه يوه پېسه هم بهر وړلې نه ده۔ د پي پي پي په دور كښې د شريف كورنۍ احتساب وكړے شو۔ دغسې د مشرف په دور كښې هم ولې نتيجه ئې هېڅ رامخې ته نه شوه۔ ده ووئيل مياں شريف چې كومه سرمايه كاري قطر كښې كړې وه هغه خپل ژوند كښې پرېكړه كړې وه چې دا ټوله سرمايه او منافع به حسېن نواز ته وركولې شي۔ د دوئي د وفات نه وروستو په دې عمل وكړے شو۔
عمران خان يو ځل بيا د هېواد د ګټو په ضد قدم پورته كولو سره د تركيه اولس مشر په راتګ د پارلمان شريكې غونډې څخه د بائيكاټ اعلان كړے
مضمون کا ماخذ : bolão lotofácil