اسلام آباد 18 نومبر (اے پي پي) د عوامي نېشنل ګوند سينيئر لارښود حاجي محمد عديل په حق ورسېدو۔ د شخصي ټي وي چېنل راپور له مخې حاجي عديل د پختورګي په ناروغې كښې اخته و او د پېښور په سي اېم اېچ روغتون كښې ئې معالجه روانه وه۔ حاجي عديل د كال 2009م نه تر مارچ كال 2015م پورې سناتور هم پاتې شوے۔ هغه يو نيم كال د عوامي نېشنل ګوند لنډ مهال صدر هم پاتې شوے۔ حاجي عديل د خېبر پښتونخوا اسمبلې دوهم سپيكر او په سېنېټ كښې د عوامي نېشنل ګوند پارلماني مشر هم پاتې شوے۔ د هغه عمر 72 كاله و۔
مضمون کا ماخذ : اسٹریٹیجیا لاٹوفاسیل