اسلام آباد۔22جولائی(اے پی پی) د اسرائیل اېن اېس او ګروپ پیګاسس اسپائی ویئر د لارې د نوموړو هندي سياستمدارو ٬ خبريالانو ٬ د بشري حقونو كارمندانو او په حكومت د ټكونو كوؤنكو سره سره د سيد علي ګېلاني په ډول د كشميري حريت لارښودو سېل فون لمبرو خفيه څارنې انكشاف د نرېندر مودي فساطي حكومت لا رسوائۍ سره مخ كړے دے او دا خبره رامخې ته شوې ده چې هند تندۍ سره يو جاسوس هېواد جوړېدو پلو روان دے۔ د كشمير ميډيا سروس تحقيق څانګې لخوا جاري كړې شوي تجزياتي رپورټ كښې وئيلي شوي دي چې د دی وائر ، دی واشنګټن پوسټ ، دی ګارډین او لی مونډے په شمول 16 میډیا آؤټ لېټس اسرائيل كښې د جوړ كړې شوي اېن اېس او ګروپ لخوا ګرده نړۍ كښې د زرګونو په شمېر سياستمدارو ٬ خبريالانو ٬ د بشري حقونو كارمندانو ٬ كاروباري شخصياتو او نور خلقو موبائل فون جاسوسي كولو انكشاف كړې۔ رپورټ كښې وئيلې شوي دي چې د مودي په مشرۍ كښې بھارتيه جنتا پارټۍ په دويم ځل زيات اكثريت سره اقتدار كښې راتللو لپاره د پاكستان يا مسلم مخالف كارډ لوبولو سره سره موبائل فون جاسوسۍ له د يوې آلې په توګه وكارولو۔ رپورټ كښې وئيلي شوي چې د پاكستان وزيراعظم عمران خان يو فون لمبر هم جاسوسي شوې ده۔ د پوهانو له مخې د ناقدين نجي فون لمبرو غلا دا ثابتوي چې د هندوتوا نظريې اتباع كوؤنكي هندي حكومت منطقه كښې د خپلو ناوړه ارادو ترلاسه كولو له هر حد څخه اوړېدې شي۔ د تجزيه كارو وېنا ده چې دې انكشاف هند اسرائيل ساز باز او سيمه ايزې غلبې له د هغي ناوړه منصوبې په ډاګه كړې دي۔ د پوهانو وېنا ده چې د پیګاسس سپائی ویئر د لارې د سېل فونوننو د څارنې دا عمل غېر قانوي او د غندنې وړ دے۔ تجزيه كارو وئيلي چې بھارتیه جنتا پارټی د هندوتوا خپله نظريه عملي كولو له د شاستګۍ او انسانيت تر ټولې ټيټې كچې ته راغلې ده او كومو خلقو چې په دې ټكونه كړي دي دې له به هغوي ته ځواب وركول وي۔
هند يو جاسوس هېواد جوړېدو پلو روان دے۔ رپورټ
مضمون کا ماخذ : پاور بال کے اعدادوشمار