وړومبۍ مېرمن بېګم ثمينه علوي د پېنډۍ چېمبر تر سېوري لاندې سېمينار ته وېنا
پېنډۍ 03نومبر (اے پي پي)وړومبۍ مېرمن بېګم ثمينه علويوئيلي دي چې د هېواد په معيشت كښې د مېرمني په زړه پورې كردار لري٬ حکومت د کاروباري ورورولۍ پرمختګ لپاره كوټلي ګامونه پورته كوي٬ مېرمنو له به په سجندګۍ سره خپل صحت ته پاملرنه كول وي۔وړومبۍ مېرمن بېګم ثمينه علوي دا خبرې د پېنډۍ چېمبر تر سېوري لاندې د شورو په ورځ د كېنسر په اړه د شعور بېدارولو قامي كمپائن په اړه سېمينار ته ته خپلې وېنا كښې وكړې۔ وړومبۍ مېرمن ووئيل سوداګره ورورولي دې د برېسټ كېنسر څخه د بچ كېدو په كمپائن كښې زياته برخه واخلي، زمونږ مېرمنې د سماجي او معاشرتي فشار او لا علمۍ له امله خپل صحت نظر انداز كوي۔ دې ووئيل په اسيائي هېوادونو كښې د برېسټ كېنسر شمېره زياته ده او په هر ديارلس دقيقو كښې په يوه مېرمن كښې د دې رنځ تشخيص كېږي۔ دې ووئيل په ټيچنګ روغتونونو كښې د مېمو ګرافي مشينانو لګولو تجويزونه وړاندې كړې شوې دې۔ په دې موقع نورو ګډون كوٶنكو هم وېنا وكړه
مېرمنو له به په سجندګۍ سره خپل صحت ته پاملرنه كول وي
مضمون کا ماخذ : estratégias loteria وفاقی