پېنډۍ 07دسمبر (اے پي پي) د پوځ سرلښكر جنرل قمر جاوېد باجوه سره د بحرېن د كنګ حماد يونيورسټي اېنډ هاسپټل كمانډر مېجر جنرل ډاکټر شېخ سلمان بن عطيه الله الخليفه د نهې په ورځ ليدلې ده ۔ د ملاقات په مهال د شريكې خوښې په چارو٬ د صحت پالنې او د كرونا خاتمې لپاره د پاكستان په جامع عزم د خيالاتو څرګندونه شوې۔ د آئي اېس پي آر له مخې جنرل قمر جاوېد باجوه وئيلي ديپاکستان بحرېن سره خپلو اړيكو ته په درنه سترګه ګوري او قوي دفاعي٬ سفارتي او اقتصادي اړيكې زمونږ په ترجيحات كښې شامل دي۔سرلښكر د کنګ حماد يونيورسټي آف نرسنګ اېنډ اېسوسي اېټډ ميډيکل سائنسز، اسلام آباد په جوړولو كښې د بحرين د مرستې ستائنه وكړه ۔ كمانډر مېجر جنرل ډاکټر شېخ سلمان بن عطيه الله الخليفه په كرون قابو موندلو پحقله په رسپانس، په افغان وضعه او په سميه ايز استحكام كښې د پاكستان د كردار ستائنه وكړه او پاكستان سره په هر كچه سفارتي مرسته كښې بهترۍ لپاره د خپل كردار لوبولو د عزم څرګندونه وكړه
د پوځ سرلښكر جنرل قمر جاوېد باجوه سره د بحرېن كنګ حماد يونيورسټي اېنډ هاسپټل كمانډر مېجر جنرل ډاکټر شېخ سلمان بن عطيه الله الخليفه وليدل
مضمون کا ماخذ : raspadinha acumulada