اسلام آباد 20 ستمبر (اے پي پي)د دفاع وفاقي وزير انجینئر خرم دستګیر خان وئيلي دي د سيمه ايز تجارت وده او اقتصادي پرمختګ امن او استحکام سره تړلې۔ سي پېك څخه ټول هېوادونه ګټه پورته كولې شي٬ هند د كشمير كشالې هواري لاره كښ?? خنډ دې او د كشميريانو د آزادۍ هلو ځلو ته د ترهه ګرۍ رنګ وركوي ٬ هند بلوچستان ٬ فاټا او ګلګت بلتستان كښ?? په ترهه ګرۍ كښ?? ككړ دې٬ د امريكې د پاكستان او افغانستان پحقله پاليسي يو شمېر هېوادونه نه ده قبول كړې۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د شورو په ورځ د اسلام آباد پاليسي ريسرچ انسټي ټيوټ او هانس سيډل فاٶنډېشن تر ??ېو??ي لاندې “د سوئيلي آسيا بدلېدونكې امنيتي وضعې او چين پاكستان اقتصادي راهدارۍ (سي پېك) كښ?? د پېشرفت” په سرخط د دوه ورځني قامي كنفرنس پائې دستورې ته خپله وېنا كښ?? وكړه۔ ده ووئيل امريكې سوئيلي آسيا لپاره په اعلان كړې شوې اوسنۍ پاليسۍ كښ?? د هند په منطقه او افغانستان كښ?? په پراخه كردار ټېنګار كړې او سيمه ايز امن او استحكام لپاره ئې د پاكستان د قربانيو ٬ د ترهه ګرۍ په ضد د كاميابو او د ښكاره مرستې اعتراف نه دې كړې ٬ د امريكې په سوچ كښ?? ستراتېژك تضادات دي او ځېني سيمه ايزو او نړيوالو هېوادونو د امريكې دا پاليسي نه ده قبول كړې۔ ده ووئيل سباٶن كښ?? سوئيلي آسيا د معاشي او كاروباري هلو ځلو م??كز جوړېدونكې دے٬ د منطقې هېوادونو له پكار دي چې ھغوي د يو بل د كلتوري او جغرافيائي روابطو ته وده وركړي۔ ده ووئيل د تا??يخي سياسي اختلافاتو له امله مرسته محدود ده چې په سوب ئې په يو بل د باور ماحول نه جوړېږي او دې سره د منطقې نه بهر هېوادونه د خپلو جغرافيائي مفاداتو په ترلاسه كولو كښ?? ستونزو سره مخ دي۔ ده ووئيل سبقت لپاره سياسي مسائل او شخړې منطقه كښ?? د ستراتېژك او م??اشي مفاداتو د ترلاسه كولو اجازه نه وركوي۔ ده ووئيل په دې پېچلي امنيتي وضعه كښ?? بېلټ اېنډ روډ انشي اېټيو له مخې د پاك چين اقتصادي لارې منصوبه يو چېلنج دے كومې چې نړيوال پام ځان ته راړولې او دې سره به ټوله منطقه كښ?? د بدلون نوې دور پېل شي خو د دې كاميابۍ لپاره د سيمه ايزو هېوادونو ترمېنځه امن ډېر ضروري دې۔ ده ووئيل د ملګرو ملتونو د قراردادونو له مخې د كشمير كشاله د مذاكراتو د لارې هوارول غواړو خو هند تل د خبرو اترو نه ډډه كړې٬ د كشمير نوې كول هم د آزادۍ هلې ځلې روانې ساتلې دي۔ ده ووئيل د سي پېك كاميابۍ سره به د قامي سلامتيا چارې٬ د قامي اتفاق رائے وده او منطقه كښ?? د منفي جغرافيائي سياسي اثراتو نه بچ كېدو كښ?? مرسته ترلاسه شي۔ كنفرنس كښ?? د ګډون كوٶنكو استازو يوه رائے وه چې چين د پاكستان پحقله خپل نقطه نظر نه دې بدل كړې او په نړيواله كچه ئې تل د دې ملاتړ كړې دې او د بركس اعلاميه كښ?? د پاكستان په ضد د بيانونو م??نيوي له د چين لخوا فشار د دې يو م??ال دې
د سيمه ايز تجارت وده او اقتصادي پرمختګ امن او استحکام سره تړلې
مضمون کا ماخذ : میان میجک وائلڈ فائر