اسلام آباد30جون (اے پي پي)وزيراعظم عمران خان وئيلي ديامريكې سره په افغانستان كښې د امن شراكتدار جوړېدے شو٬ خو په (تنازعات) شخړو كښې ملګرتيا نشو كولې٬ تر څو چې هند د پنځم اګست كال 2019 اقدام بېرته نه اخلي تر ھغې به سفارتي اړيكې نه بحالېږي، مونږ به په خپله خودمختارۍ سمجهوته نه كوٶ٬ د قامي غېرت نه غېر په تاريخ كښې تر ننه يو هېواد هم پرمختګ نه دے كړے، څوك چې قصداً ټېكس نه وركوي٬ د زندان لاره به ورته سموٶ٬ چې د خوددار قام په توګه رامخې ته كېدل دي نو ټېكس به وركول وي، مونږ سختې پرېكړې كړي او معيشت ته مو استحکام وركړے ؤ خو د كرونا وائرس له امله يو ځل بيا ستونزې رامخې ته شوې ٬ خو د ګاٶنډيانو هېوادونو په مقابل كښې زمونږ په غوره لائحه او د لوي څښتن په مرسته زيات زيان نه دے شوے٬ مخالفې ډلې ته بلنه وركوٶ چې ھغوي ټولټاكنې متنازعه جوړېدو څخه ساتلو لپاره خپل وړاندېزونه وركړي اوپاکستان كښې د جمهوريت ځالانده سباٶن لپاره خپل كردار ولوبوي۔ د شورو په ورځ قامي اسمبلۍ كښې د مالي كال 22-2021 د بجټ عمل بشپړېدو نه پس خپله وېنا كښې وزيراعظم عمران خان ووئيل د ټولو نه وړاندې د پارلماني پارټۍ او اتحاديانو مننه كول غواړم ځكه چي په زړه پوريډول دوي په بجټ غونډه كښې ګډون كړے۔ وزيراعظم ووئيل زه مخالفې ډلې ته بلنه وركوم چې په دې هېواد كښې د كال 1970 نه پس ټولې ټول ټاكنې متنازعه شوي ٬اوس د سېنېټ او ضمني ټاكنې هم متنازعه وې، مونږ په دوو كالو كښې ستړې كړي چې داسې اصلاحات وكړو چې د ټولټانكو نتيجې ټولو لپاره د قبلېدو وړ وي ٬ ځكه اپوزيشن ته خواست كوٶ چې ھغوي پاكسان كښې د جههوريت سباٶن لپاره په دې لړ كښې خپل كردار ولوبوي۔
امريكې سره په افغانستان كښې د امن شراكتدار جوړېدے شو٬ خو په (تنازعات) شخړو كښې ملګرتيا نشو كولې٬ تر څو چې هند د پنځم اګست كال 2019 اقدام بېرته نه اخلي تر ھغې به سفارتي اړيكې نه بحالېږي۔د وزيراعظم عمران خان قامي اسمبلۍ كښې وېنا
مضمون کا ماخذ : کمپیوٹر لاٹری آن لائن