اسلام آباد۔10اپرېل(اے پی پی) د سارک چېمبر آف کامرس اېنډ انډسټریز صدر افتخار علی ملک افغانستان او ايران سره د بارټر ټرېډ پرېكړه ستائلو سره وئيلي دي چې دې سره به درې اړخيزه تجارتي اړيكې لا مضبوطې شي او د درې واړو ګاونډي هېوادونو ترمينځه اقتصادي اړيكې به لا وده ومومي۔ د اتوار په ورځ د وقاص ا??جم په مشرۍ كښې د سوداګرو يو پلاوي سره د ملاقات په مهال ده ووئيل سيمه ايزو رياستونو سره تجارت ته وده وركولو له دواړو هېوادونو سره د بارټر ټرېډ لاندې د درآمداتو او برآمداتو اجازه وركول د پا??ستان يوه غوره پرېكړه ده۔ ده هيله ولرله چې بارټر ټرېډ لپاره به مناسبه تګلاره وضعه كړې شي او د ايران او پا??ستان چارواكي به ډ??ر زر دې ته حتمي شكل وركړي۔ ده ووئيل د سارك چېمبر په صدر دفتر كښې خصوصي ډېسك جوړ كړې شوې دې ??غس?? چې د غړو هېوادونو سوداګرو ته آسانۍ وركړې شي۔
مضمون کا ماخذ : میگا سینا اکمولاڈا