اسلام آباد 07 مئي (اے پي پي) د وزيراعظم قامي سلامتيا لپاره خ??ص مرستيال ډاکټر معيد يوسف وئيلي دي د وزيراعظم عمران خان په سپارښتنه به د صوبو پسره په مشاورت په راتلونكو څو ورځو كښې د “سېلف كورنېټين” پاليسي نافذ كوٶ، د دې پاليسۍ نفاذ نه پس به په يوه اوونۍ كښې بهر هېواد كښې ايسار تر 14 زره پاكستانيان بېرته راوستلې شي، راتلونكې اوونۍ كښې به د ګلف هېوادونو، امريکې، ماليزيا، بنګله ديې، عراق او چين څخه د 32 پروازونو د لارې 7500 پاکستانيان بېرته رارسولې شي۔ د زيارت په ورځ بهر هېوادونو څخه د پاكستانيانو بېرته راوستلو په اړه په تازه صورتحال ميډيا ته د بريفنګ په مهال ډاکټر معيد يوسف ووئيل بهر هېوادونو كښئ ايسار ټول اورسيز پاكستيانيان بېرته راتلل غواړي٬ مونږ به دوي ډېر زر بېرته راولو‘ دغه ??اكستانيان چې څنګه په صبر سره راستنېدو لپاره د پاكستان حكومت سره مرسته كوي مونږ ورته پېرزوئنې وړاندې كوٶ۔ ده ووئيل د لاك ډاٶن نه پس د پاكستان لخوا بهر هېوادونو كښې ايسارو پاكستانيانو لپاره خ??ص پروازونه پېل كړې شوي‘ تر اوسه شل زره پاكستانيان بېرته رارسولې شوې۔ ده ووئېل بهر هېوادونو كښې د ايسارو پاكستانيانو شمېره پرله پسې زياتېږي٬ د نړۍ په بېلا بېلو هېوادونو كښې تر اوسه يو لك لس زره كسان رجسټرډ شوي كوم چې به په ترجيحي بنيادونو پاكستان ته راوستلې شي۔ ده ووئيل بهر هېوادونو كښې د ايسارو شوو كسانو بېرته راوستلو لپاره د آپرېشن په پېل كښې دوه زره پاكستانيان په اوونۍ كښې هېواد ته رارسولې كېدل٬ اوس دا شمېره 7 نيم زره ته رسېدلې ۔ ډاکټر معيد يوسف ووئيل د هېلت اېډوائزري له مخې بهر هېوادونو څخه د راستنېدونكې هر وګړي كرونا ټېسټ كېږي٬ اول 48 ساعته قرنطينه كښې د ساتلو نه پس ئې ټېسټ كولې شي ٬ د ټېست رپورټ په منفي راتللو دوي كورنو ته لېږلې شي او د مثبت راپور كسان درملنې لپاره خ??ص روغتونونو ته منتقل كړې كېږي۔ ده ووئيل دا وئيلي كېږي چې بهر هېوادونو څخه راستنېدونكي ټول وګړي كرو??ا ځپلي دي٬ داسې هر ګز نه ده ځينې ف??اټس كښې خو يو كس هم د كرو??ا ځپلې نه وي خو په خ??ص پروزاونو كښې د كرو??ا ځپليو شمېره تر 40 فيصده ده‘ دا پروازونه د خليج هېوادونونو نه راغلي وو٬ د پاکستان خارجه وزارت دا معامله اړوندو هېوادونو سره پورته كوي چې د كرو??ا ځپلي د لوظنامې له مخې پاكستان ته نه رالېږلې كېږي او په لوظنامه دې عملدرآمد ??ار?? كړې شي
د وزيراعظم قامي سلامتيا لپاره خاص مرستيال ډاکټر معيد يوسف ميډيا ته بريفنګ
مضمون کا ماخذ : پرامڈ ادا کرتا ہے۔