پېښور۔ 30 دسمبر (اے پی پی) اولس مشر ممنون حسېن وئيلي دي زه پوخ باور سره وايم چې د اقتصادي راهدارۍ روټ كښې هېڅ بدلون شوے نه دے۔ د شكونو خپرونكي د اولس هېڅ خذمت نه كوي۔ د دوئي دا رويه هېواد ته زيان رسوي۔ راهداري د ټول پ??كس??ان ده چې ورسره به ټول هېواد ته يو ډول ګټه وشي۔ د ترهه ګرۍ په حقله په نړيواله درجه بندۍ كښې د پ??كس??ان پوزيشن ډېر ښه شوے۔ دا خبره ده د قائد اعظم ورځې په اړه ګورنر هاؤس پېښور كښې دستورې ته خطاب كښې وكړه۔ دستوره كښې د خېبر پختونخوا ګورنر اقبال ظفر جھګړا ٬ صوبائي وزيران ٬ پارلماني غړي او لوئے شمېر كښې نور كسان موجود وو۔ د ايوان ??در لخوا جاري شوي بيان ترمخه اولس مشر په دې د خوشحالۍ څرګندونه وكړه چې د پاك چين اقتصادي راهدارۍ بجټ زيات كړې شوے او د ترهه ګرۍ په لړ كښې په نړيواله درجه بندۍ كښې د پ??كس??ان پوزيشن ښه شوے۔ اولس مشر ووئيل په غرونو او سختو دشتو كښې وسېدونكو بهادر او غېرتي پښتنو چې د پ??كس??ان جوړولو لپاره كومې كارنامې ترسره كړي دي هغه په تاريخ كښې په زرينو ټكو ليكلي شوي دي۔ قائداعظم د هغه وخت صوبه سرحد او د نن خېبر پختونخوا سره ډېره مينه لرله۔ اولس مشر ووئيل د دغه وخت كانګريسي وزيراعلی به وئيل ممكن ده مسلم ليګ بل ځائې وجود لري ولې سرحد كښې ددې هېڅ وجود نشته۔ ولې كله چې ټول ټاكنو كښی مسلم ليګ (ن) ځانګړې كاميابي ترلاسه كړه نو قائداعظم غېرتي پښتنو ته د عقيدت پېرزونې وړاندې كولو سره ووئيل زما سپاهيانو د كانګرېس جادو د منځھ وړے۔ اولس مشر ووئيل د اسلاميه كالج پېښور او نورو تعليمي ادارو طالبعلمانو د آ??ادۍ تحريك كښې جوش او جذبې سره برخه واخسته او ددې په سوب دوئي د قائد اعظم په زړه كښې يو خاص مقام ترلاسه كړے ؤ۔ هم دا سوب ؤ چې هغه به دې ادارې ته ډېر راتلو او اسلاميه كالج ئې د خپل جائيداد وارث هم ګرځولې ؤ۔ اولس مشر ووئيل د خېبر پختونخوا او قبائلي سيمو اولس د تېرو كلونو په مهال ډېرو آزمائشونو سره مخ پاتې شوي دي۔ ددوئي د قربانيو په نتيجه كښې ترهګري ختمېږي او نېشنل اېكشن پلان كاميابېږي۔ اولس مشر ووئيل حكومت د بې كوره شويو قبائېلي كورنيو خپلو كورونو ته زر تر زره تلو ته تر ټولو زيات پام كوي او ځپليو سيمو كښې د كاروبار او روزګار موقعې زياتو نه زياتې پېدا كړې شي۔ ده زلمو ته نصيحت كولو سره ووئيل چی دوئي د پ??كس??ان او د دې سباؤن په اړه د داخلي او خارجي پروپېګنډې څخه متاثر كېدو نه غېر د اولس او قام پرمختګ او سرلوړۍ له د تعليم ترلاسه كولو لړۍ روانه وساتي او د قائد اعظم په نقش قدم تلو سره د د ګران هېواد پرمختګ له كار وكړي۔ دستوره كښې د آ??مي پبلك سكول پېښور طالب علمانو قامي ترانه او د اېف سي ځوانانو علاقائي رقص وړاندے كړو۔
د اقتصادي راهدارۍ روټ كښې هېڅ بدلون نه دے شوے
مضمون کا ماخذ : estatísticas quina