اسلام آباد۔4اکتوبر(اے پی پی) صدر ډاکټر عارف علوی د صنعتی څانګې ضرورتونه ترسره كولو او هېواد د سماجي او اقتصادي پرمختګ په لاره راونولو له د هنر مند افرادي قوت راپېدا كولو په حاجت زور راوړلو سره وئيلي دي د پوهنتونونو او تربيتي ادارو لخوا د مهارتونو رسنې سره به هېواد كښې د روزګار موقعې رامخې ته كولو له بشپړه مرسته ترلاسه شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه هغه د ګل په ورځ په ايوان صدر كښې د نېشنل سکلز يونېورسټي (اېن اېس یو) اسلام آباد مشاورتی کونسل غونډې مشرۍ كولو په مهال وكړه۔ غونډه كښې د تعليم او پېشه ورې تربيې وفاقي وزير شفقت محمود ٬ د اېن اېس يو وائس چانسلر ډاكټر محمد مختار او د مشاورتي كونسل غړو ګډون كولو۔ دغسې وائس چانسلر غونډهد تكنيكي زده كړې په وركولو كښې د اېن اېس يو د كردار نه خبر كړه۔ غونډې ته خپل خطاب كښې صدر مملكت ډاكټر عارف علوي د اېن اېس یو او صنعتی څانګې ترمينځه د تړون او همكارۍ په بحالولو په حاجت زور راوړلو سره ووئيل دې سره به ځوانانو لپاره په ماركيټ كښې د مهارت او روزګار موقعې رامخې ته كولو له مرسته ترلاسه شي۔ هغه ووئيل دا مهال صنعتي څانګه د هنرمند افرادي قوت كمي سره مخ ده۔ هغه په اېن اېس يو او نورو تكنيكي ادارو زور راوړو چې هغوي د ماركيټ ضرورتونوتر مخه د ملازمت جوګه ګرېجوېټ راپېدا كړي۔ صدر په دې خبره هم زور راوړو چې د پوهنتون لخوا د وړاندې كېدونكې تعليم او نورو تربيتي او د هنرمندۍ پروګرامونو په اړه دې اولسي شعور بېدارولو له ګامونه پورته كړے شي۔
د صدر ډاكټر عارف علوي په مشرۍ كښې د نېشنل سکلز يونيورسټۍد مشاورتی کونسل غونډه
مضمون کا ماخذ : loteria Ceará