اسلام آباد 25 اکتوبر (اے پي پي) صدر مملکت ډاکټر عارف علوي اسټيټ لائف انشورنش کارپورېشن ته په د دوه بېلا بېل پاليسي هولډرز كنډو ته د انشورنس کليم وركولو كولو امر كړې دے٬ صدر مملکت د وفاقي محتسب كنډو ته د روپو وركولو امر په ځائ ساتلو سره په دې لړ كښې د سټيټ لائف اپيلونه رد كړي۔ تفصيلاتو له مخې د نګينه فاطمه خاوند د لس لكه روپو انورنس پاليسي اخستې وه او په 31 دسمبر كال 2018م كښې ئې 54 زره 890 روپۍ پريميئم جمع كړې ٶ او په فرروي كال 2019م كښې د ھغه د مرګ نه پس د ارواښاد كنډې سټيټ لائف انشورنس کارپوريشن څخه انشورنس کليم ادا كولو لپاره رابطه وكړه نو د كوم نوټس جاري كولو نه غېر ئې د كنډې انشورنس كليم رد كړو او د دې نه پس كنډې په دې لړ كښې د شكايت ازالې لپاره وفاقي محتسب سره رابطه وكړه٬ دغسې د ريحانه کوثر خاوند هم پاليسۍ لپاره 4 لكه 10 زره كلن پريميئم ادا كړې او په جولائي كال 2019 كښې پاليسي هولډر پحق رسېدلې او د ارواښاد د كنډې لخوا سټيټ لائف انشورنس کارپوريشن كښې كليم جمع كړې شو او د كوم نوټس جاري كولو نه غېر ئې دا كليم نه رد كړو او كليم كوٶنكي هم وفاقي محتسب سره رابطه كړه۔ صدر مملکت ډاکټر عارف علوي د سټيټ لائف انشورنس کارپوريشن اپيلونه رد كولو سره ادارې ته امر وكړو چې دواړو كنډو ته دې انشورنس کليم وركړې شي او د ذمه وارو په ضدې دې انضباطي کاروائي وكړې شي او په يو مياشت كښې دې د عملدرآمد رپورټ هم وړاندې كړې شي
صدر مملکت ډاکټر عارف علوي اسټيټ لائف انشورنش کارپورېشن ته په د دوه بېلا بېل پاليسي هولډرز كنډو ته د انشورنس کليم وركولو كولو امر وكړو
مضمون کا ماخذ : resultados loteria ریو ڈی جنیرو