اسلام آباد 08جولائي (اے پي پي) د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير اسد عمر وئيلي دي اېن سي او سي د آزاد جمو و كشمير الېكشن كمېشن ته په جلسو كښې د اېس او پيز د خلاف ورزو پحقله چيټۍ استولې ده٬ د څلورمې چپې اندېښنه ده٬ هېواد كښې د كورونا كېسونه په زياتېدو دي٬ په هېواد كښې د كورونا زيات شويو كېسونو پحقله وزيراعظم ته بريفنګ وركوؤنكي يؤ۔ ځوانان د كوم هم هېواد اقتصادي او ټولنيز جوړښت بدلولے شي ۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د زيارت په ورځ د نېشنل يوته كونسل سوګند پورته كولو دستورې ته خپلې وېنا كښې وكړه۔ اسد عمر ووئيل د كورونا د څلورمې چپې اندېښنه ده٬ اسلام آباد كښې نه بلكې ګرد هېواد كښې د كورونا كېسونه مخ په زياتيدو دي، په هېواد كښې په زيات شويو كېسونو وزيراعظم ته بريفنګ وركوونكې يم٬ مونږ نه غواړو چې په اختر كښې د بنديزونو لګولو سره د مزې ختمې شي۔ د ګرد هېواد د لاك ډاٶن سوال هم نه پېدا كېږي٬ بشپړه لاك ډاون پلو به بيخي نه ځو٬ سمارټ لاك ډاٶن چرته چې ضرورت وي كوٶ به۔ ده ووئيل زمونږ حكومت د ځوانانو خېرښګړې لپاره ټول ممكنه اقدامات كوي، ځوانان اختيار مند جوړولو او دوئي په روزګار كولو له مالي وسائل ترلاسه كول ه ترجيحاتو كښې شامل دي۔ ده ووئيل د كامياب جوان پروګرام له مخې د ځوانانو مثبتو هلو ځلو لپاره په بېلا بېلو منصوبو غور روان دے۔ ده ووئيل د كركيلي٬ صنعت او سروسز سېكټر نه علاوه په نورو څانګو كښې ځوانانو ته روزګار كولو لپاره قرضې وركوٶ۔ ده ووئيل پاكستان كښې د ځوانانو د آبادۍ تناسب زيات دے٬ ځوانان د كوم هم هېواد معاشي او سماجي جوړښت بدلولے شي٬ حكومت ځوانان د فېصله سازۍ په عمل كښې هم شاملول غواړي۔ د دنيا نه زده كړه وكړۍ خو په ځان اعتماد په ځائې ساتۍ۔
ځوانان د كوم هم هېواد اقتصادي او ټولنيز جوړښت بدلولے شي۔ وفاقي وزير اسد عمر
مضمون کا ماخذ : پاور بال کا ٹکٹ