اسلام آباد 15 اګست (اے پي پي) نوي ټاكلي شوي دوهم سپيكر محمد قاسم خان سوري وئيلې دي په ما چې د كوم د باور څرګندونه شوې هڅه به كوم چې د ھغې خيال وساتم ٬هيله ده چې د بلوچستان محرومۍ به لرې كړې شي او سي پېك كښې به بلوچستان له ِخپله برخه وركړې شي٬ مونږ به خ??ل مرور بلوچ روڼه قامي چوكاټ ته بېرته راولو۔ د شورو په ورځ د قامي اسمبلۍ د دوهم سپيكر په توګه ?? سوګند پورته كولو نه پس خبرو ده ووئيل د قامي اسمبلۍ د ټولو غړو چې پكښې اتحاديان هم شامل دي مننه كوم۔ ده ووئيل د مولانا اسد محمود ه?? مننه كوم چا چې زما مقابله وكړه او په دوېم لمبر پاتې شو۔ ده ووئيل په خاص توګه ?? تحريك انصاف د چيئرمېن عمران خان مننه كوم چا چې بلوچستان څخه زما انتخاب كړې چرته چې څښلو پاكې اوبه هم نشته۔ ده ووئيل د ټاكنو په ورځ په كوئټه كښې 41 كسان شهيدان كړې شوې خو د ېرې نه غېر ووټ اچولو سره ا??لس د دښمن منصوبه ناكامه كړې۔ ده ووئيل بلوچستان 44 فيصده رقبه لري او لوي څښتن ورته ډېر قدرتي وسائل وربخښلي دي۔ ده ووئيل بلوچستان تل لكه د يوې كالونۍ كارولې شوې مونږ به بلوچ قام ته خ??ل حق وركوٶ او هلته به امن راولو۔ ده ووئيل بلوچستان كښې د مذهب په نامه كركه خ??رولې شي مونږ به په خاص توګه ??لوچستان ته پاملرنه كوٶ او دا به د معيشت دروازه جوړو٬ د صحت بنيادي آسانۍ به وركوٶ٬ د اتم اګست د وكيلانو قيادت ته هم پېرزوئنې وړاندې كوم۔ ده ووئيل يو نوې بلوچستان به جوړېږي٬ په سي پېك كښې به بلوچستان ته خاص پاملرنه كولې شي٬ زه به د خپلې صوبې حقونو لپاره جنګ كوم
په ما چې د كوم د باور څرګندونه شوې د ھغې خيال به ساتم
مضمون کا ماخذ : لاٹری جیتنے کی چانسز