اسلام آباد 05 نومبر (اے پي پي) وزير اعظم عمران خان به (نن) د جمعې په ورځ د اټك ضلعې دوره كوي۔د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا جاري شوې بيان له مخې اټك ضلعې دورې په مهال به وزيراعظم 20 لكهه وګړو او خوا او شا سيمو او په خاص توګه ميرمنو له معياري صحت آسانۍ وركولو لپاره جديد آسانۍ لرونكې د مور بچي روغتون د بنياد تيګه اږدي۔د پنجاب حكومت به د 200 كټونو دا روغتون په دوه كاله كښې بشپړوي په دې به 5.3 اربه روپۍ لګښت راځي۔ وفاقي حكومت به د دې منصوبې لپاره نيمفنډ (2.66 ) اربه روپۍ د پنجاب صوبې ته جارې كوي۔وزير اعظم به د اټك څخه منتخب پارلماني غړو او پي ټي آئي قيادت سره ملاقات كوي۔وزير اعظم به اولسې غوندې ته وينا هم كوي۔
مضمون کا ماخذ : estatisticas para ganhar na loteria