اسلام آباد 06 مئي (اے پي پي) وفاقي حکومت په سوشل ميډيا د فحش او غېر اخلاقي وېډيوز د لارې د خلقو بدناموٶنكو په ضد د كرېك ډاٶن پرېكړه كړې ده٬ په سوشل ميډيا غېراخلاقي مواد خپرونكي به ګرفتارولې شوي۔ د جمعې په ورځ خپل بيان كښې وفاقي وزير رانا ثناء الله خان وئيلي دي چې وزيراعظم شهباز شريف امر كړې چې دا ډول مواد به زغملې نه شي۔ ده ووئيل چې سوشل ميډيا د اولس بې عزتۍ لپاره د كارولو اجازه به چاته وركولې نه شي۔ ده ووئيل د دا ډول پېښو لاره نيول دي ځكه چې دا بلېك مېلنګ لپاره كارولې شي۔ ده ووئيل چې په دې لړ كښې اېف آئي اے او اړوند ادارو ته امر جاري كړې شوې دې
مضمون کا ماخذ : لوٹیریا کا اطلاق