اسلام آباد 17 جون (اے پي پي) د خارجه چارو وزير مملكت حنا رباني كهر وئېلي دي فنانشل ايكشن ټاسك فورس(اېف اے ټي اېف) په يوه خله د ايكشن پلان په ټولو نكاتو پاكستان كليئر كړے ٬زمونږ پوره هڅه ده چې د اېف اے ټي اېف ټېكنيكل ايوالوېشن ډله سږ كال د اكتوبر نه وړاندې خپل كار ترسره كړي۔د جمعې په ورځ د اېف اے ټي اېف د غونډې نه پس د خارجه چارو وزير مملكت ووئيل د پاكستان پلاوې د تېرو دريو ورځو څخه د اېف اے ټي اېف په غونډه كښې ګډون لپاره په برلن كښې ؤ ۔په غونډه كښې د پاكستان د 2018 او 2021 د ايكشن پلانز تكميل تسليم كړے شوے۔حنا رباني كهر ووئيل په دې خبره خوشحاله يم چې فنانشل ايكشن ټاسك فورس په يوه خله د ايكشن پلان په ټولو نكاتو پاكستان كليئر كړے او وئېلې يې دي پاكستان په دې اړه بشپړه كاركردګي ښودلې۔هغې ووئيل دې سره د ګرے لسټ نه زمونږ د وتلو عمل د اېف اے ټي اېف د طريقه كار له مخې پیل كېږي چې له مخې به يې ټېكنيكل ايوالوېشن ډله پاكستان ته رالېږلې شي۔مونږ باور وركړے چې هغوي له به آسانۍ وركولې شي۔هغې ووئيل تر اكتوبر به د ګرے لسټ څخه د وتلو عمل پاې ته ورسي۔هغې ټول قام له مباركي وركولو سره د بېلا بېلو وزارتونو ادارو٬كسانو او د ځان سره برلن ته د بوتللې ډلې هڅې وستائېلې۔
فنانشل ايكشن ټاسك فورس په يوه خله د ايكشن پلان په ټولو نكاتو پاكستان كليئر كړے۔د خارجه چارو وزير مملكت حنا رباني كهر
مضمون کا ماخذ : خون چوسنے والے II