اسلام آباد ۔ 18 مئی (اے پی پی) قامي اسمبلۍ د روان مالي كال 333 ارب روپو څخه د زياتو په مجموعي توګه د 127 ضمني مطالبات زر منظوري وركړې۔ د جمعې په ورځ د خزانې وفاقي وز??ر مفتاح اسماعيل ضمني مطالبات زر ايوان ته منظورۍ لپاره وړاندې كړل نو د مخالفې ډلې لخ??ا د پيپلز ګوند د قامي اسمبلۍ غړې شازيه مري د ضمني ګرانټ او ګرانټ مخالفت كول?? سره ووئيل بجټ وړاندې كولو له بايد تياري شوې وه۔ داسې څيزونه هم ضمني بجټ كښې شامل كړې شوي دي كوم چې د بجټ لازمي برخه وي۔ دې ووئيل د ضمني بجټ په نامه د اربونو روپو بجټ منظورولې شي۔ دې ووئيل ضمني بجټ مونږ مسترد كوؤ۔ د اېم كیو اېم شېخ صلاح الدین او د جماعت اسلامي پارلماني لارښود صاحبزادہ طارق اللہ هم د ضمني بجټ مخالفت وكړو۔ د تحریک انصاف د قامي اسمبلۍ غړي اسد عمر ووئيل د قرضو ري پېمنټ ذكر هم په ضمني بجټ كښې شوې ددې مطلب دا دے چې د كلن بجټ لپاره كومه تياري شوې نه ده۔ د زر مبادلې پنګې كمېږي او بانكونو څخه د قرضو اخستلو په حد كښې زياتوالې كېږي۔ د خزانې وز??ر مفتاح اسماعيل بحث راغونډول?? سره ووئيل د تېر كال په اولنۍ مياشت كښې اېف بي آر ته د وصولو په هدفونو كښې كمې شوې وو چې په سبب ئې د ډېټ سروسنګ په مد كښې څه رقم ضمني بجټ كښې شامل كړې شو۔ وفاقي وز??ر مفتاح اسماعيل 127 مطالبات زر پرله پسې ايوان ته منظورۍ له وړاندې كړل د كومو چې ايوان منظوري وركړه
قامي اسمبلۍ د 333 ارب روپو 127 ضمني مطالبات زر منظوري وركړه
مضمون کا ماخذ : را کی کتاب