اسلام آباد 22 دسمبر (اے پي پي)وزيراعظم محمد شهباز شريف وئېلي دي ټول مذهبونه د امن٬مينې او ورورولۍ تعليم وركوي٬په پاكستان كښې ټولو اقليتونو ته حقونه ترلاسه دي٬هېواد به د قائداعظم او علامه اقبال د افكارو له مخې مخ په وړاندې بوتللے شي٬د نېشنل مينارټي كمېشن ډرافټ جوړ شوے ٬دې ته به ډېر زر قانوني شكل وركړے شي٬حكومت د اقليتونو د بنيادي حقونو تحفظ پاسدارۍ او د تحفظ ضمانت وركوي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د زيارت په ورځ په وزيراعظم آفس كښې د كرسمس په اړه خصوصي دستورې ته وېنا كښې وكړه۔په دې موقع د مذهبي همغږۍ وفاقي وزير مفتي عبدالشكور٬د پارليماني چارو وفاقي وزير مرتضٰی جاوېد عباسي او د قامي اسمبلۍ غړي جيمز اقبال نه علاوه د بېلو كميونټيز سره تعلق لرونكو لارښودو ګډون وكړو۔وزيراعظم ووئيل نن مونږ ټول دلته د مسيحي ورورولۍ په خوشحالو كښې شريك يو٬زه كرسمس په موقع مسيحي ورورولۍ له د زړه د كومې مباركي وركوم٬ ده ووئېل د قيام پاكستان تحريك نه تر نن مسيحي كميونټۍ د پاكستان لپاره ??ه زړه پورې خذمات تر سره او قربانۍ وركړي٬مونږ د هغې قدر كوو٬د پاكستان پرمختګ او څوكالۍ لپاره جسټس کارنیلیس، ګروپ کیپټن سیسل چوھدری، سسټر رتھ فائو پشمول مسیحی ورورولۍ سره تعلق لرونكو مختلف شخصيات په زړه پورې خذمات ترسره ??ړي۔وزيراعظم ووئيل د دفاع او تعليم په څانګه كښې هم مسيحي ورورولۍ لوي كردار ترسره ??ړے۔ما پخپله هم د مسيحي سكول څخه زده كړی ترلاسه كړي٬ ده ووئېل مېډيم پال زما استاذه وه٬وزيراعظم ووئيل حضرت عيسٰی عليه السلام د امن٬ورورولۍ??زغ?? او د تحمل پیغام وركړے٬مونږ هغه نبي منو٬ټول مذهبونه په خپله خپله دائره ??ښې د امن٬مينې او ورورولۍ تعليم وركوي۔وزيراعظم په تېرو لسيزو كښې د ترهه ګرۍ او انتهاخوښۍ په پېښو د افسوس څرګندونې سره ??وئيل د دې له امله د اقليتونو حقونه ځپلې شو?? خو بيا هم مونږ د ترهه ګرۍ او انتهاخوښۍ خاتمه كړې٬تېره ??رځ په بنو كښې پوليس يرغمال كوونكې ترهه ګر خپل انجام ته رسولې شو??٬په دې مهال زمونږ ځواك او د قانون نافذ كونكو ادارو بهادر ځوانان شهيدان شو??۔وزيراعظم ووئيل د پاكستان لپاره ??ميوڼتيز قربانۍ وركړي۔ده ووئيل پاكستان په صحيح معنو كښې د علامه اقبال فرمودات او قائداعظم محمد علي جناح د خواب تعبير جوړوو٬آئي د اقليتونو د تحفظ ضمانت وركوي۔ده د مسيحي لارښودو په غوښتنه د پیښور اېډورډز كالج د معاملې د جاج اغستو باور هم وركړو۔ده ووئيل د اړوندو چارواكو او صوبائي حكومت سره به مشاورت كولې شي۔د دې څخه وړاندې د مذهبي همغږۍ وفاقي وزيرې مفتي عبدالشكور هم دستورې ته وېنا وكړه۔د دستورې په آخر وزيراعظم د ټول كميونټيز نمائندګانو سره د كرسمس كيك پرې كړو۔
ټول مذهبونه د امن٬مينې او ورورولۍ تعليم وركوي٬په پاكستان كښې ټولو اقليتونو ته حقونه ترلاسه دي٬هېواد به د قائداعظم او علامه اقبال د افكارو له مخې مخ په وړاندې بوتللے شي۔ د وزيراعظم شهباز شريف د كرسمس په اړه خصوصي دستورې ته وېنا
مضمون کا ماخذ : قزاقوں کی کافی مقدار