پینډۍ 12 اګست(اے پي پي)د كورنيو چارو وفاقي وزير چوهدري نثار علي خان وئېلي دي امنيتي ادارو د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې د خپلو ځانونو قرباني وركړی٬څه لږو دوو كلونو كښې 20 زره استخباراتې عمليات شوي٬ګڼې پېښې شنډې كړې شوي ٬پھ نشېنل ايكشن پلان عملدرآمد سره حالات ښه شوي٬بايد مونږ د يو والي څرګندونه وكړو٬د ترهه ګرو په ضد به نور ګامونه پورته كول شي ٬پيپلز ګوند ډاكټر عاصم حسېن او ايان علي ته د رعايت وركولو په شرط د صلحې وړاندېز كړې٬هره ورځ زما په ضد بيان وركونكي دې اووائي چې د پي پي پي ايان علي سره څه تعلق دے٬د غريبانو څرمن ويستونكي د ايان علي كيس وړيا چلوي ٬پيپلز ګوند لارښودو ته پھ مېډيا د خبرو ةكولو٬د رېټائرډ قاضيانو كميسون جوړولو يا ستره محكمې كښې د كېس كولو چېلنج وركوم٬زما په ضد بيان وركونكي ذاتيات كوي ٬زه ځان د هغوي پشان كول نه غواړم ګنې ډېر څه وئېلې شم٬اپوزيشن په قامي اسمبلۍ كښې پوائنټ سكورنګ كړې٬د وزيراعظم پھ وړاند?? يې ډرامه كړی٬ هغوي ته دا معلومه نه ده چې زرداري زما د ستائنې حاجت لري ٬د پاكستان او هند ترمينځه د كشالو هواري بې د خبرو اترو بله لار نشته ٬هند سره كه كومه بله لار وي نو څرګنده دې كړي٬د هند داخله وزير پھ راتګ مهذب احتجاج شوې٬د چا خله توره كړی شوې نه ده٬د پاكستان په سپكاوي غلې نه شم پاتې كېدې٬بيا به هم ځواب وركوم٬د شناختي كارډونو تصديق عمل كښې تراوسه د 3 كروړه 12 لكه كارډونو تصديق شوې دي ۔۔د جمعې پھ ورځ پنجاب هاؤس كښې خبري كنفرنس ته چوهدري نثار علي خان ووئيل چا چې نېشنل ايكشن پلان ليدلې هم نه دے هغوي هم په دې تبصرې كوي۔ده ووئيل امريكائي وګړي ميتهيو 2011 كښې ډي پورټ شوے ؤ٬سترې محكمې امر كړی وو چې هغه دې ډي پورټ كړې شي په هغه د جاسوسۍ تور ثابت شوې نه وو٬هغه په يو خاص امنيتي سيمه كښې وو چرته چې امنيتي ايجنسۍ هغه نيولې وو٬ ده ووئېل اوس پنځه كاله پس هغه هيوسټن څخه ويزې لپاره اپلائي كړی او بليك لسټ وو چې په 24 ساعتو كښې ورته ويزه وركړې شوې٬ما ته وئېلي شوي چې پھ كمپيوټر كښې غلطي وه چې له امله يې د هغه د بليك لسټ كېدو پھ اړه معلومه شوې نه ده٬ده ووئېل خارجه وزارت په اعلٰی چارواكو زور راوړولو سره د هغه فارم راغوښتې شوې كوم كښې چې هغه په ځينو ځايونو ځواب نه د?? وركړی او په يو ځاې كښ?? يې په ها او نا دواړو كښې ځواب وركړی وو۔هغه معلومات پټ كړي٬دلته د اېف آئي اے اړوند افسر هم پھ خپله دفاع كښې دا وئېلي چې د كمپيوټر د غلطۍ په وجه معلومات نه دي رامخې ته شوي٬ ده ووئېل هغه افسر نيولې شوې او د هغه په ضد قانوني كاروائي كېږي۔۔ده ووئيل كوم سينئر افسر چې د امريكائي وګړي د بليك لسټ كېدو معلومات وركړي هغه له تعريفي سند او يو لك روپۍ انعام وركړی شوې۔ده ووئيل د اپوزيشن يو سناتور اعظم سواتي هم د هغه افسر كاركردګي ستائېلي او د هغه ډاډګيرنې لپاره ئې د يو لك روپو انعام وركړی كوم چې زه د هغه مننې كولو سره بېرته ورلېږم ۔۔د كورنيو چارو وزير د امرېكائې وګري په حقله ووئېل په جے آئي ټي كښې څرګنده شوې چې دغه كس جاسوس نه وو او پھ دې اړه كوم شواهد رامخې ته شوې نه دي خو د اعتراض وړ هلو ځلو كښې ككړ دے۔د جے آئي ټي راپور پھ رڼا كښې به هغه ډي پورټ كولې شي٬اېف آئي اے څخه سباؤن كښې د داسې پیښو مخ نيوي له پھ يوه اونۍ كښې راپور غوښتلې شوې۔ده ووئيل نيولې شوې امريكائي وګړی پھ زندان كښې پروت دے٬پھ دې معامله زما په امر جے آئي ټي جوړه شوې وه د كومې راپور چې(نن)ترلاسه شوې او د لوظ ترمخه ما مېډيا پھ دې اړه خبر كړه۔د كورنيو چارو وزير ووئيل د قامي شناختي كارډونو تصديق يو ناممكنه كار ګرځولې شوې وو خو مېډيا او اولس پھ دې معامله زمونږ ملګرتيا كړی٬د يو څو كسانو نه ځانله د مېډيا زياتره كسانو په دې لړ كښې مرسته كړی
امنيتي ادارو د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې د خپلو ځانونو قرباني وركړی. چوهدري نثار علي خان
مضمون کا ماخذ : dupla sena acumulada