اسلام آباد 15اپريل (اے پي پي)د قامي اسمبلۍ سپيکر اسد قيصر وئيلي دي اولس له په رعايتي بيعه د خوراك څښاك څيزونه وركولو ته موجوده حكومت پام لرنه كوي،په آرزانه بيعه بنيادي څيزونه وركولو سره به اولس له د مافيا نه خلاص کړے شي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده يد وټيلټي سټور کارپوريشن منيجنګ ډائريکټر سره مد لاقات په مهال كړې چا چې د زيارت په ورځ ده سره ملاقات كولو۔سپيکر اسد قيصر د يوټيليټي اسټور انتظاميې ته سپارښتنه وكړه چې د حاجتمندو كسانو ته په رعايتي بيعه ضروري څيزونه باوري كړئ او د منافع خوروو او د ذخيره اندوز په وجه په رعايتي بيعه ترلاسه كيدونكو څيزونو كښې كمے رانه شي۔ده د ضلعې په كچه انتظاميې ته د روژي په مهال بيعه كښې د ناجائزه اضافې مخنيوي له سپارښتنه وكړه۔ منيجنګ ډائريکټر يوټيليټي اسټور کارپوريشن د اړخه سپيکر ته په روژه كښې د خوارك څښاك څيزونو طلب او رسد په اړه بريفينګ هم وركړے شو ۔سپيکر په بيلو ځايونو اولس ته ريليف وركولو له د جوړو شوو موبائل بازارونو اقدام ستائلو سره ووئيل د موبائل بازارونو په وجه به اولس د ستونزو څخه بچ شي۔ ده په خېبرپښتونخوا كښې موجود ټول 1009 يوټيليټي اسټورز له په ضروري مقدار د خوراك څښاك څيزونو وركولو او يوازي حاجتمندو ته د ورسولو سپارښتنه وكړھ
د قامي اسمبلۍ سپيکر اسد قيصر سره د يوټيلټي سټور کارپوريشن منيجنګ ډائريکټر ملاقات
مضمون کا ماخذ : لاٹری جیتنے کی حکمت عملی