بيجنګ 04 فروري (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان وئيلي چين او پاكستان آزمائيلي شو?? ملګرې دي، د پاكستان او چين په شريكه ګټه اډانه تزوير??تي همكاري د هر ازمېښت په وخت پوره ختلې ٬ د چين د قامي پرمختګ او اصلاحات كمېشن مرسته د ستائنې وړ ده، سي پيك څخه به د دواړه هېوادونو اولس مستفيد شي، د سي پيك زر بشپړ شو?? پروژو څخه د پاكستان په معيشت مثبت اثرات مرتب شو?? دي۔ وزيراعظم عمران خان د جمعې په ورځ د چين دورې په مهال د چين د قامي پرمختګ او اصلاح??تي كمېشن چ??ئر??ېن هي لي پنګ سره ورچوئل ملاقات وكړو۔ ملاقات كښې د چين سياسي مشاورتي كونسل وائس چ??ئر??ېن هم موجود ؤ۔ ملاقات كښې د سي پيك روانو پروژو او د سباؤن د اقدامات جاج واخستلې شو??په دې موقع وزيراعظم سره د كابينې غړي او اعلی چارواكي موجود وو ٬ دغسې هي لي پنګ سره وائس چ??ئر??ېن ننګ جيزي ٬ تانګ ډينګ جي او د اين ډي آر سي اعلی چارواكي موجود وو۔ وزيراعظم په دې موقع ووئيل چين او پاكستان آزمائيلي شو?? ملګرې دي۔ د پاكستان او چين په مرسته اډانه تزوير??تي همكاري د هر ازمېښت په وخت پوره ختلې ده ٬ د كووډ۔19 وبا باوجود د دواړه هېوادونو په مرسته د سي پيك په پروژو كار روان ؤ۔ وزيراعظم ووئيل د چين قامي پرمختګ او د اصلاح??تي كمېشن مرسته د ستائنې وړ ده۔ هغه ووئيل سي پيك د بېلټ اېنډ روډ انېشي ايټو (بي آر آئي) منصوبې مهمه برخه ده۔ سي پيك څخه د دواړه هېوادونو اولس مستفيد كېږي۔ وزيراعظم ووئيل د سي پيك زر بشپړ شو?? پروژو سره د پاكستان په معيشت مثبت اثرات مرتب شو?? دي ٬ سي پيك پروژو د هېواد د كوټلې معاشي پرمختګ بنياد اېښودلې او دې پروژو د پاكستان معاشي منظر نامه بدله كړې ده۔ وزيراعظم ووئيل سي پيك د بي آر آئي فليګ شپ منصوبه ده۔ وزيراعظم ووئيل دواړه ډلې ګوادر د سيمې معاشي مركز جوړولو له هڅې كوي۔ اېم ايل ون او د توان نورې مهمې پرووې به په ترجيحې بنيادونو ترسره كولې شي۔په دې موقع د چين د قامي پرمختګ او اصلاح??تي كمېشن چ??ئر??ېن هي لي پنګ ووئيل چين د سي پيك پروژې مهمې ګڼې او چين د سي پيك په پروژو د كار رفتار تندولو له لوظي دې۔ تېرو 7 كلونو كښې چين د پاكستان تر ټولو لويې تجارتي همكار پاتې شو?? دې او دواړه هېوادونه سباؤن كښې هم د مجموعي اقتصادي او تجارتي اړيكو رفتار په ځائې ساتلو له لوظي دې۔ ده ووئيل اين ډي آر سي او ټولې اړوندې ادارې د سي پيك په پروژو كښې سرمايه كارۍ لپاره د چين ، سركاري او نجي ادارو ډاډګيرنه كوي۔ په دې لړ كښې د دواړو اړخونو ترمينځه د نوې ګرين ، ډيجيټل ، صحت، تجارت او صنعتي راهدارو پرېكړه شو?? ده۔ د وزيراعظم عمران خان د اړخه د بشپړه ملاتړ مننه كولو سره د چ??ئر??ېن اين ډي آر سي ووئيل چين د صنعت ، سائنس او ټيكنالوجي، سماجي او اقتصادي پرمختګ كښې مرسته كولو كښې خوښي لري۔ د ملاقات په مهال دواړو ډلو د سرمايه كارۍ بورډ او اين ډي آر سي ترمينځه د صنعتي مرستې فرېم ورك په لوظنامه د لاس ليك هركلے وكړو كوم به چې د چين صنعتي برخې د سي پيك، خصوصي اقتصادي زونز كښې منتقل كولو كښې آسانۍ وركړي۔ دواړه ډلو د ګوادر 16م جوائنټ وركنګ ګروپ غونډې منټس لاس ليك كړل۔ د پاكستان د اړخه د منصوبه بندۍ ، پرمختګ او خصوصي اقدامات وفاقي وزير اسدعمر او د چين د اړخه د اين ډي آر سي وائس چ??ئر??ېن ننګ جينزي دا منټس لاس ليك كړل۔
د چين او پاكستان په شريكه ګټه اډانه تزويراتي همكاري په هر ازمېښت پوره ختلې٬ سي پېك څخه به د دواړه هېوادونو اولس مستفيد شي، د وزيراعظم عمران خان د چين قامي پرمختګ او اصلاحات كمېشن چيئرمېن هي لي پنګ سره ملاقات كښې خبرې
مضمون کا ماخذ : لوٹومینیا اکومولڈا