بيجنګ 13 مئي (اے پي پي﴾وزيراعظم محمد نواز شريف وئېلي دي چې چين د كشمير مسئلې په اړه د پاكستان دريځ ملاتړ كوي٬چين د خبرو اترو د لارې د دې مسئلې امن ناكه حل غواړي٬د چين كمپنۍ پاكستان كښې د توان او بنيادي ډهانچې په څانګو كښې سرمايه كاري كوي٬پاكستان د چين سره په ملګرتيا وي??ړ لري۔د خالي په ورځ د چين خپل هم څنګ لي كي كيانګ سره لويې اولسي هال كښې د ملاقات نه پس وزيراعظم مېډيا سره پھ خپلو خبرو كښې ووئيل چين د كشمير په مسئله تل د پاكستان د دريځ بشپړه حمايت كړې او په سباؤن كښې هم د دې عمل روان ساتلو باور يې راكړې۔وزيراعظم ووئيل پاكستان او چين دواړه هند سره د خبرو اترو خوښي لري دغسې چې د كشمير مسئله حل شي۔وزيراعظم د جمعې په ورځ د چين پايه تخت بيجنګ ته تلې چرته به چې هغه (ون بېلټ ون روډ)فورم كښې ګډون كوي۔ده ووئيل د چين پاكستان اقتصادي راهدارۍ پروژې د كار دائره پراخا كړې شوې او په دې كښې د چين د اړخه د 46 اربه ډالره سرمايه كاري 56 ارب ډالر ته رسېدلې۔ دومره لويه سرمايه كاري د پاكستان په تاريخ كښې مثال نه لري چې مقصد يې د اولس پرمختګ او څوكالي ده۔وزيراعظم د دې خبرې خاص ذكر وكړو چې د چين كمپنۍ پاكستان كښې د توان او بنيادي ډهانچې په څانګه كښې سرمايه كاري كوي۔دې سره به ځايې وګړو له د روزګار وركولو موقعې پېدا شي۔وزيراعظم ووئيل د چين د اړخه لويې سرمايه كارۍ سره اقتصادي هلې ځلې زياتې شوي دي چې په نتيجه كښې د عام وګړي په ژوند مثبت اثرات مرتب شوي۔وزيراعظم ووئيل د چين دا دوره د پاكستان د اقتصادي صورتحال په مناسبت سره مهمه ده او پاكستان د چين سره په خپله ملګرتيا وي??ړ لري۔په كنفرنس كښې د بلوچستان اعلٰی وزير نو??ب ثناﺀ الله زهري د ګډون په اړه وزيراعظم ووئيل چې په صوبه د اقتصادي پرمختګ مثبت نتيجې مرتب شوي او د سي پېك ترمخه به په بلوچستان كښې لويې پروژې بشپړولې شي
چين د كشمير مسئلې په اړه د پاكستان د دريځ ملاتړ كوي
مضمون کا ماخذ : سلور لائونیس 4x ضرب