اسلام آباد 02 دسمبر(اے پی پی)د سائنس او ټېكنالوجي وفاقي وزير سېنېټر شبلي فراز وئېلي دي د وزيراعظم عمران خان په مشرۍ كښې حكومت په مړانه پريكړې كړي كومو څخه چې مونږ په هېواد كښې سياسي استحكام راوستلې شوو ٬د تېرو ټولو متنازعه ټاكنو كولو په سوب د هېواد سياسي او جمهوري نظام ځپلے شوے ٬په راتلونكو ټاكنو كښې به ټېكنالوجي كارولې شي۔بهر هېوادونو كښې مېشته پاكستانيانو ته د رائے حق وركړے شوے٬الېكشن كمېشن آف پاكستان له د انټرنېشنل ټينډر د لارې د اليكټرانك ووټنګ مشين انتخاب كول پكار دي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د زيارت په ورځ ايوان صدر كښې په انتخابي بدلون بل 2021 د صدر لاس ليك كولو په موقع دستورې ته د خپلې وېنا په مهال وكړه۔په دستوره كښې صدر مملكت ډاكټر عارف علوي٬د بشري حقونو وفاقي وزيرې ډاكټر شين مزاري٬د تعليم او پېشه وره تربيې وفاقي وزير شفقت محمود٬د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير اسد عمر٬د وزيراعظم د پارليماني چارو خاص صلاحكار ظهير الدين بابر اعوان٬د سندھ ګورنر عمران اسماعيل٬د پارليماني چارو وزير مملكت علي محمد خان او د پارليمان غړو پشمول د سائنس او ټېكنالوجې وزارت اعلٰی افسرانو ګډون كولو۔د صدر لخوا د لاس ليك نه پس انتخابي بدلون بل 2021 قانون جوړ شو٬د دې له مخې بهر هېوادونو كښې مېشته پاكستانيانو ته د رائے وركولو حق وركړے شو او راتلونكو ټاكنو كښې به ټېكنالوجي كارولې شي۔سېنېټر شبلي فراز ووئيل په راتلونكو ټاكنو كښې 23 مياشتې پاتې شوي٬ چمتوالي لپاره مناسب وخت شته ٬الېكشن كمېشن د اي وي اېم او سمندر پورې پاكستانيانو ووټ لپاره درې ټيكنيكل كمېټۍ جوړې كړي۔ده ووئيل مونږ لوظ كړے ؤ چې مونږ به په هېواد كښې ټاكنې سپيځلې او منصفانه جوړولو لپاره ټېكنالوجي كاروو۔صدر ٬وزيراعظم او د كابينې غړو په دې كښې خوښي لرلې ٬د نوې قانون سازۍ نه پس اوس مونږ ته مناسب وخت پاتې دے دغسې چې دې ته عملي شكل وركړو۔ده ووئيل په پاكستان كښې د ټاكنو نه پس د ټګۍ شور كېږي كوم چې هېواد عدم استحكام سره مخ كوي ٬په كال 2010 كښې د ټاكنو كميسون وئېلي دي د اليكټرانك ووټنګ مشين د لارې د ټاكنو په كولو كښې د پنځو نه تر لسو كالو لګېدې شي٬ځكه اوس مونږ له ټېكنالوجي كارول پكار ده ٬ ده ووئېل وزيراعظم د اليكټرانك ووټنګ مشين جوړولو لپاره د 90 ورځو وخت راكړے ؤ كوم چې د سائنس او ټېكنالوجي وزارت جوړ كړے۔شبلي فراز ووئيل وخت راغلے چې الېكشن كمېشن د دې خبرې پريكړه وكړي چې هغوي به په ټاكنو كښې كوم مشين كاروي٬الېكشن كمېشن درې كمېټۍ جوړې كړي چې پكښې يوه تكنيكي كمېټي هم شامله ده
د وزيراعظم عمران خان په مشرۍ كښې حكومت په مړانه پريكړې كړي٬په راتلونكو ټاكنو كښې به ټېكنالوجي كارولې شي۔د سائنس او ټېكنالوجي وفاقي وزير سېنېټر شبلي فراز په ايوان صدر كښې د ټاكنو په بدلون بل 2021 د صدر لاس ليك كول دستورې ته وېنا
مضمون کا ماخذ : raspadinha caixa