اسلام آباد 24 مئي (اے پي پي) د غربت كمولو لپاره د وزيراعظم خاص مرستيالې سينيټر ډاکټر ثانيه نشتر وئيلي دي د احساس كفالت پروګرام پراختيا لپاره سمري لېږلې شوې ٬ دغسې د پرائمري نه تر سېكنډري تعليمي وظيفې به د جولائي وړومبۍ نيټې څخه وركولې شي۔ دې دا خبرې ګل په ورځ د احساس بچت بېنك اكاٶنټ په اسلام آباد كښې د پېل كولو په موقع دستورې ته وكرې۔ په دې موقع وزيراعظم عمران خان هم موجوود ٶ۔ دې ووئيل د احساس پروګرام 7 هدفونه او 270 اقدامات دي او د احساس ډله په ايماندارۍ سره د دې بشپړتيا لپاره هڅې كوي، د پروګرام سپېځلتيا لپاره اقدمات شوي٬ ديانتداري باوري كولو لپاره 32 نكات ترتيب كړے شوي او د دې نګرانۍ لپاره 32 ټېش بورډ موجود دي چې هره مياشت ئې په غونډه كښې جاج اغستے شي۔ دې ووئيل سپېځلتيا باوري كول او د بدعنوانۍ مخنيوے زمونږ مشن دے، د احساس کفالت پروګرام لپاره 88 سروے شوي ۔دې ووئېل د ون ونډو به وزيراعظم تر دوو اوونيو پرانسته وكړي٬ د احساس پروګرام نه دا مهال 70 لكه كورنۍ مستفيد كېږي۔ دې ووېيل د سروے بشپړېدو نه پس به د تحصيل په كچه ډېسك جوړولے شي چرتا چې به پاتې مستحقين خپل اندراج كولے شي
د احساس كفالت پروګرام پراختيا لپاره سمري لېږلې شوې ۔ سينيټر ډاکټر ثانيه نشتر
مضمون کا ماخذ : اسکریچ کارڈز کی جیت