اسلام آباد۔22مارچ (اے پی پی) وزيراعظم عمران خان وئيلي پنځلسم مارچ د اسلامو فوبيا نړيوالې ورځې لمانځلو قرارداد ملګرو ملتونو څخه منظوري يوه لويه كاميابي ګرځولو سره وئيلي دي چې اسلامي هېوادونو له به په خپله خارجه پالېسۍ كښې په كور اېشوز متفق كېدو سره وړاندې تلل وي ، د نائن اېلون نه وروستو ترهګري اسلام سره وتړلې شوه٬ اسلام ترهګرۍ سره كوم تعلق نه لري٬ اسلامو فوبيا يو حقيقت دې ٬ مونږ له به خپله بيانيه مخ په وړاندې بوتلل وي٬ د نړيوالو قوانينو او د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل قراردادونو باوجود د فلسطين او كشمير مسلمانان د خپلو بنيادي حقونو نه محرومه ساتلې شي ٬ په روسيه يوكرېن جنګ كښې او آئي سي د ثالث كردار ترسره كولې شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د نهې په ورځ د او آئي سي خارجه وزيرانو كونسل 48 مې غونډې پرانستې سېشن ته خطاب كښې وكړه۔ په غونډه كښی د او آئي سي غړو هېوادونو خارجه وزيرانو ٬ د اعلی كچې پلاويو او د او آئي سي عمومي سېكتر حسېن ابراهيم طحه ٬ د چين خارجه وزير وانګ ي او د اسلامي پرمختيائي بېنك چيئرمېن هم ګډون وكړو۔ وزيراعظم ووئيل پنځلسم مارچ د اسلامو فوبيا په ضد نريواله ورځ لمانځلو قرارداد ملګرو ملتونو څخه منظوري يوه لويه كاميابي ده، په 15م مارچ په نيوزي لېنډ كښې يو وسله وال كس په جومات دننه 50 مسلمانان شهيدان كړي ٬ د نائن الېون نه پس اسلام ترهګرۍ سره تړلے شوے دے، په دې موقع د اسلامي هېوادونو واكمنو د كوټلي دريځ خپلولو په ځائ خپل ځان روشن خيال او اعتدال پسند ګرځولې، اسلام ترهګرۍ سره د تړلو عمل څخه تر ټولو زيات په لويديز كښې مسلمانان متاثره شوي، هلته د ترهګرۍ نه پس په سمدستي توګه تور په اسلام لګولې كېدو٬ ده ووئيل څنګه يو ټولنه د يو څو جنونيانو د حركت ذمه وار جوړېدې شي۔ په وړومبي ځل دا تسليم كړې شوې چې اسلامو فوبيا يو كركه ايز څيز دے۔ وزيراعظم ووئيل كومو هېوادونو چې د مدينې رياست اصول خپل كړي دوي خوشحال شوي٬ د مدينې رياست جوړېدل نړۍ لپاره لوے انقلاب ٶ٬ نبيۖ يوازې مسلمانانو لپاره نه دې بلكې ټولې امت لپاره رحمت اللعالمين دے۔ وزيراعظم ووئيل د اسلامي هېوادونو تر ټولو زيات په وائټ كالر جرائمو قابو نه موندل وو٬ دلته بې وسه د قانون په منګولو كښې او طاقتور پرېدلې كېږي۔ د ملګرو ملتونو رپورټ له مخې په كلنه توګه 1.6 اربه ډالره دې هېوادونو څخه اوباسلې كېږي، پرمختګ كوٶنكو هېوادونو كښې غربت د وسائلو د كمي له امله نه بلكې د كرپشن له امله دے٬ قائداعظم دا هېواد په اصل كښې د مدينې رياست جوړول غوښتل، ده ووئيل په لويديز كښې د خپلو ځناورو دومره خيال ساتلے كېږي څومره چې دلته د انسانانو هم نه ساتلې كېږي، سوئټزرلېنډ خپل 99 فيصده وسائلو نه لرلو باوجود يو سوكاله هېواد دې۔ وزيراعظم ووئيل مېرمنو ته د دوي حق وركول د نبي اکرم خاتم النبينۖ لخوا يو انقلابي قدم ٶ٬ د بده مرغه پاكستان كښې 70 فيصده مېرمحې په وراثت كښې حق نه وركولې كېږي مونږ په دې لړ كښې قانون سازي كړې ده۔ خارجه وزير مخدوم شاه محمود قرېشي ٬ د او آئي سي عمومي سېكتر حسېن ابراهيم طحه ٬ د چين خارجه وزير وانګ يي ٬ د سعودي عربستان خارجه وزير شهزداه فېصل بن فرحان السعود ٬ د اسلامي پرمختيائي بېنك صدر ډاكټر محمد سلېمان الجسر او د او آئي سي خارجه وزيرانو كونسل 47 مې غونډې چيئرمېن د نائيجر حسومي مسعود هم د پرانستې غونډې ته خطاب وكړو۔ دې نه وړاندې پاكستان د او يئي سي د خارجه وزيرانو كونسل 48 مې غونډې چئيرمېن شپ ترلاسه كړو۔ د پرانستې غونډې ته خپل خطاب كښې خارجه وزير شاه محمود قرېشي خپل خطاب كښې ووئيل اسلامي نړۍ كښې دننه يو والي او مرستې ته وده وركول د پاكستان د خارجه پالېسۍ مركزي ستن ده٬ يوكرېن ستونزې نړيوال امن او سلامتيا خطر سره مخ كړې ده٬ مونږ له به په نړۍ كښې انصاف او پرمختګ لپاره د باور وړ همكار جوړېدل وي۔ خارجه وزير ووئيل دا مهال د نړۍ په روانو ټولو شخړو كښې 60 فيصده يوازې په اسلامي هېوادونو كښې دي۔ د يمن نه تر صوماليه بېلو ځايونو كښې شخړې روانې دي٬ په نړۍ كښې په درې كښې دوه برخې كډوال شام ٬ ميانمار ٬ صوماليه او افغانستان څخه راروان دي٬ مونږ له به په نړۍ كښې انصاف او پرمختګ لپاره د باور وړ همكار جوړېدل وي ولې په جارحيت يا تسلط كښې بايد د چا هم ملګرتيا ونكړې شي۔ شاه محمود قرېشي ووئيل د فلسطين او كشمير مسلمانان د تېرو اوو لسيزو راهېسې د خپلواكۍ منلې شوي حق ترلاسه كولو لپاره هڅې كوي۔ په مقبوضه كشمير كښې د بشري حقونو په ضد روان صورتحال په ګوته كولو سره ده ووئيل هندي حكومت په 5 اګست 2019 مقبوضه وادۍ ته 9 لكه قابض ځواكونه دننه كولو سره د ترهګرۍ بازار ګرم كړې دې۔ ده ووئيل هندي اقدامات د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل او د او آئي سي د قراردادونو خلاف ورزي ده۔ ده ووئيل د فلسطین مسئلې حل د كال 1967 نه په وړاندې پولو مشتمل هغه رياست دې د كوم پلازمينه چې القدس الشريف وي٬ هيله ده چې او آئي سي به په اسلامي هېوادونو كښې د روانو شخړو ختمولو له خپل كردار ترسره كړي۔ خارجه وزير ووئيل د او آئي سي غړي هېوادونه بلها قدرتي پنګې لري كومې چې بايد تجارت ٬ د ګډې تحقيق او پرمختګ منصوبو ٬ تربيې او سرمايه كارۍ دلارې په فعاله توګه وكارولې شي۔ خارجه وزير ووئيل مونږ له به د او آئي سي د غړو هېوادونو ترمينځه ترجیحی تجارتی نظام څخه هم استفاده كول وي په دې لړ كښې د او آئي سي لخوا د فرېم ورك لوظنام تندۍ سره توثيق كولو ته اړتيا ده۔ د افغانستان صورتحال په اړه خارجه وزير ووئيل په افغانستان كښې په روان بشري بحران قابو موندل او د افغان معيشت د زوال مخه نيول بايد زمونږ په لومړو ترجيحاتو كښې وي٬ سولييز او سوكاله افغانستان زمونږ د ټولو په ګټه دې۔ خارجه وزير ووئيل د داعش، ايسټ ترکستان اسلامک موومنټ ٬ ټي ټي پي او د القاعده په څير د ترهګرو ډلو مقابلې له موثره تګلارې ته اړتيا ده٬ د دې ترهګرو ډلو ختمولو له به د افغان چارواكو د هڅو ډاډګيرنه او ملاتړ كول وي۔ د اسلامو فوبيا په اړه خارجه وزير ووئيل مونږ په ګډه په اسلامو فوبيا كاميابۍ سره پېشرفت كولې شؤ۔ ده ووئيل مونږ د نړۍ په څلورو كښې يوه برخه د ځوانانو آبادي لرؤ٬ وزیر اعظم عمران خان كال 2022 په ځوانانو كښې دسرمايه كارۍ كال ګرځولې دې۔ ده ووئيل مونږ د دې كنفرنس د لارې داسې تګلاره معارفي كولې شؤ كومه چې د امن او استحكام باوري كولو او د شخړو ختمولو كښې مرستياله ثابتېدې شي۔ ده ووئيل مونږ د يو اېن عمومي اسمبلۍ لخوا 15 مارچ د اسلاموفوبيا نړيوالې ورځې ګرځولو قرارداد هركلې كوؤ۔ ده هيله څرګندوه كړه چې د او آئي سي صدر به انصاف ترلاسه كولو له په همكارۍ يو بشپړ رپورټ جاري كړي۔ د نائيجر خارجه وزير حسومي مسعودو په خپل خطاب كښې د انتها خوښۍ او اسلاموفوبيا په شكل كښې امت ته د پېښو چېلنجو ذكر وكړو۔ د سعودي عربستان خارجه وزير فېصل بن فاران السعود غونډې ته خپل خطاب كښې ووئيل د نړيوالو قراردادونو لمخې د فلسطين مسئلې سولييز حل غواړؤ٬ مونږ د جموں وكشمير د اولس بشپړه ملاتړ كوؤ٬ د كشمير مسئلې منصفانه حل لپاره به نړيوالې ورورلۍ له خپل كردار ترسره كول وي۔ د او آئي سي د مشرانو غونډې چيئرمېن په حېث غونډې ته خپل خطاب كښې ده په 82 مې يوم پاكستان اولس او پاكستاني حكومت ته مباركي وركولو سره د پاكستان د سوكالۍ او نورو كاميابو دعا وكړه۔ ده ووئيل د عمومي اسمبلۍ څخه د اسلامو فوبيا په ضد د نړيوالې ورځې قرارداد منظوري د اسلامي نړۍ كاميابي ده۔ په دې لړ كښې د پاکستان لخوا د قرارداد وړاندې كېدل او د او آئی سی سېکرټرېټ او عمومي سېكتر په كردار دوئي ته مباركي وركوم۔د سعودي خارجه وزير پاكستان ته د آزادۍ په 75 مه ورځ لمانځلو او د خارجه كونسل 48 مې غونډې په كوربتوب كولو مباركي هم وركړه۔ ده په افغانستان كښې امن ترلاسه كولو او په افغانستان كښې په روان بشري امن قابو موندلو له د اسلامي نړۍ په كردار رڼا واچوله۔ ده ووئيل افغانستان لپاره په انساني بنيادونو د ټرسټ فنډ جوړېدل يو خوشبينه ګام دے۔ غونډې ته د ملګرو ملتونو عمومي سېكتر انتونيو ګوترېس په خپل وېډيو پېغام كښې په اسلامي نړۍ زور راوړو چې هغه دې امن او انسانيت ته وده وركولو له اتحاد او همغږۍ ته وده وركړي۔ د اسلامي پرمختيائي بېنك (آئي ډي بي) ګروپ صدر ډاکټر محمد الجسير په خپل خطاب كښې ووئيل د افغان اولس مرستې لپاره او آئي سي ،مرسته كوٶنكي هېوادونو٬ ادارو او نړيوالې ورورولۍ له به كوټلې هڅې كول وي۔ ده افغانستان لپاره د هومينټرين ټرسټ فنډ جوړېدو هركلي كولو سره ووئيل چې دا د افغانستان اولس سره د او آئي سي لخوا د يوالي څرګندونه ده، د دې فنډ فعاله كېدو سره به افغانستان كښې د انساني همدردۍ په بنياد مرسته كول ممكن شي۔ ده ووئيل مونږ به هڅه كوٶ چې د فنډز د لارې ترلاسه عطياتو او مرستې په سپېځلې ډول استعمال باوري كړې شي۔ ده ووئيل د افغان اولس د مرستې كار يوه اداره يا يو هېواد يوازې نشي كولې، په دې لړ كښې به نړيوالې ورورولۍ له د افغان اولس معاونت لپاره راوړاندې كېدل وي۔ ده ووئيل اسلامي پرمختيائي بېنك د تېر دسمبر څخه پرله پسې دوه اړخيزه شراكتدارو٬ مرسته كوٶنكو هېوادونو او ادارو سره په دې لړ كښې مشاورت كوي۔ ده ووئيل افغانستان لپاره د هيومينيټرين ټرسټ فنډ له مخې به د افغانستان كليوالو سيمو ته خاص پاملرنه كولې شي ځكه چې 75 فيصده افغانان په كليوالو سيمو كښې مېشته دي٬ په كليوالو سيمو كښې زرعي پېداوار كښې اضافه٬ د انجونو تعليم٬ مېرمنې اختيار منې جوړول او د برېښنا او نورو بنيادي ضروتونه ترسره كولو ته به ترجيح وركولې شي٬ دغسې په افغانستان كښې د بشري خواخوږۍ په بنياد د مرستې په كارونو كښې د نجي څانګې شموليت باوري كولو لپاره به هم اقدامات كولې شي۔ ده ووئيل بېنك ټولو شراكتدار او نړيوالې ورورولۍ سره په ګډه د افغان اولس د مرستې عزم لري۔ ده افغانستان لپاره د هوميينټرين ټرسټ فنډ او د اسلامي کنفرنس تنظيم د وزارتي غونډې په كوربتوب كولو د پاکستان مننه وكړه۔ د اسلامي مرستې تنظيم خارجه وزيرانو په دور ورځني كنفرنس كښې به د فلسطين او كشمير اولس سره د يو والي څرګندونه كولې شي۔ په غونډه كښی به د افغانستان صورتحال سره سره د اسلاموفوبيا او ماحولياتي بدلون اثراتو په شمول په نورو چارو هم غور كولې شي او په دې اړه به تګلاره وضعه كولې شي۔ په اسلام آباد كښې د او آئي سي خارجه وزيرانو كونسل 48مه غونډه زياته مهمه ده۔ دې نه وړاندې تېر كال د دسمبر مياشت كښې د افغانستان صورتحال جاج اخستلو له د پاكستان په كوربتوب كښې د خارجه وزيرانو يوه غېر معمولي غونډې په اسلام آباد كښې شوې وه۔
د وزيراعظم عمران خان ٬ خارجه وزير شاه محمود قرېشي او د او آئي سي خارجه وزيرانو د او آئي سي 48 مې غونډې پرانستې غونډې ته خطاب
مضمون کا ماخذ : apostas quina