اسلام آباد 21 دسمبر (اے پي پي)وزيراعظم هاؤس په اسلام آباد نېشنل پوهنتون (آئي اېن يو)كښې بدل كړی شو كوم به چې په هېواد كښې تحقيق لپاره تر ټولو لويې سنټر آف ايكسيلينس وي۔د و??يراعظم عمران خا?? د وژن په رڼا كښې د و??يراعظم هاؤس سركاري ودانۍ د اسلام آباد نېشنل پوهنتون پھ صورت كښې سنټر آف ايكسيلنس جوړولې شي كوم به چې د تحقيق په بنياد په پالېسۍ سازۍ كښې مرستې لپار?? د ??ېواد تر ټولو لويه اداره وي٬په دې كښې به څلور لويې څانګې وي چې پكښې ګورننس٬ډوېلپمنټ٬كلائمټ او ټېكنالوجي شامل دي۔آئي اېن يو به په ابتدائي توګه په انسټي ټيوټ فار ايډوانسډ سټډيز مشتمل وي كوم به چې په پاكستان او نړۍ كښې د و??پېښو چېلنجونو او د دې د حل په لړ كښې د سائنس په بنياد كلن راپور حكومت ته وړاندې كوي۔وزيراعظم عمران خا?? د جمعې په ورځ د آئي اېن يو په اړ?? د ??رانستې دوه ورځني كنفرنس غوندې ته وېنا وكړه او د تعليم په اړه يې د حكومت عزم او خلك د غربت نه ويستلو لپاره د انساني وسيلو پرمختګ په اړه خپل وژن په ډاګه كړو۔آئي اېن يو به د تحقيقي پروګرامونو معيار جوړولو لپاره په مهمو څانګو كښې د پي اېچ ډي په كچه پروګرام پېل كوي۔د آئي اېن يو ډيزائن ب?? د ??ولنې د خذمت په بنياد د تهرډ مشن آف يونيورسټي څخه پېل كېږي او بيا به سكينډ مشن ټيچنګ په پلو راوستلې شي۔په دې لړ كښې ټولو شراكتدارو د تعليم پوهانو او پالېسي جوړونكو سره مشوره شوې۔د كنفرنس پرانستې دستورې ته د تعليم وفاقي وزير شفقت محمود ووئيل چې وزيراعظم هاؤس په پوهنتون كښې بدلول د و??يراعظم عمران خا?? لوظ پوره كېدل دي۔وزيراعظم د خپل انتخابي كمپائن په مهال او بيا د و??يراعظم جوړېدو نه پس په خپله وړومبۍ وېنا كښې وزيراعظم هاؤس په سنټر آف ايكسيلنس كښې د بدلولو اعلان كړې وو۔ده په هېواد كښې د غريب خلكو حالات په نظر كښې ساتلو سره څو ځله خپل دريځ وړاندې كړې چې هغه ب?? د ??زيراعظم هاؤس پشان په ودانيو كښې نه پاتې كېږي۔د جمعې په ورځ د آئي اېن يو پرانستې كنفرنس ته په خپله وېنا كښې هم وزيراعظم داسې سركاري ودانۍ د نو آبادياتي دور علامتونه وګرځول او وې وئېل چې كه د?? د ??زيراعظم هاؤس په ودانۍ كښې استوګنه كوله نو كله به هم خوب نه و ورغلې
وزيراعظم هاؤس په اسلام آباد نېشنل پوهنتون كښې بدل كړی شو
مضمون کا ماخذ : لاٹری ٹکٹ جیتنے کے نمبر