اسلام آباد 10 مئي (اے پي پي)د توان وفاقي وزير انجينئر خرم دستګير خان وئېلي دي په هېواد كښې په زيات زيان چلېدونكو او د لږو واجباتو ترلاسه كوونكو فيډرز نه غېر نور لوډشېډنګ نه كېږي٬وزيراعظم د توان نوې پالېسۍ جوړولو او په ښارونو او كلي والو سيمو كښې د برېښنا په لوډشېډنګ كښې د توازن پېدا كولو هدايت كړے ٬په هېواد كښې د برېښنا پیداوار 22 زره 634 مېګاواټ ته رسېدلے ٬د زياتې خصارې په فيډرز لوډ منيجمنټ كېږي۔د نهې په ورځ د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزيرې مريم اورنګزېب سره يوځاې د وفاقي كابينې غونډې نه پس خبريالانو ته د بريفنګ وركولو په مهال ده ووئيل ګرمي په زياتېدو ده٬لوډشېډنګ كمولو لپاره به اضافي وسيلې پكار وي٬وزيراعظم او وفاقي كابينې ته د توان وزارت په دې لړ كښې د مالي وسيلو وركولو خواست كړے او د دې د مثبت ځواب راتللو هيله ده۔ده ووئيل د مئي په 31مه نېټه كال 2018م كښې چې كله مسلم ليګ(ن)د خپل حكومت موده پوره كړه نو هغه وخت په هېواد كښې لوډشېډنګ صفر ؤ او د طلب نه زياته برېښنا وركړې كېده خو چې كله اوس د اپرېل په 26مه نېټه ماته د وزارت ذمه وارۍ راپغاړه كړی شوې نو په هېواد كښې د لوډشېډنګ دورانيه د ورځې د 8 نه تر 12 ساعتو وه٬ ده ووئېل د 7 زره 104 مېګاواټ د برېښنا پیداواري صلاحيت بند پروت ؤ ۔ده ووئيل وزيراعظم هدايت كړے چې په راتلونكو څو اونيو كښې د توان نوې پالېسي جوړه كړي چې دغسې په راتلونكو لسو كلونو كښې د برېښنا پیدا كولو صلاحيت زيات او د توان د څانګې كاركردګي ښه كړی شي۔
په هېواد كښې په زيات زيان چلېدونكو او د لږو واجباتو ترلاسه كوونكو فيډرز نه غېر نور لوډشېډنګ نه كېږي۔د توان وفاقي وزير انجينئر خرم دستګير خان د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزيرې مريم اورنګزېب سره د وفاقي كابينې غونډې نه پس خبريالانو ته بريفنګ
مضمون کا ماخذ : estratégias para loteria