اسلام آباد۔5مئی(اے پی پی) د كشمير كمېټۍ چيئرمېن شهریار خان آفریدی مقبوضه كشمير كښې د كورونا وائرس وباء تندۍ سره ناوړه شوي صورتحال نوټس اخستو سره د كشمير كمېټۍ خصوصي غونډه رابللې ده۔ د كمېټۍ د ذريعو له مخې په غېر قانوني توګه د قبضه كړې شوي كشمير په روغتونونو كښې د طبّی آلاتو، داروګانو٬ پېرامېډیکل عملې او د ډاكټرانو كمي د لاسه د مړو شمېره مخ په زياتېدو ده۔ د کشمیر کمېتۍ خصوصي غونډه كښې ګډون كولو له نزدې 20 نړيوالو ادارو ته د ګډون كولو بلنه وركړې شوې ده۔ د ذريعو له مخې غونډه كښې ګډون كولو له خارجه وزير شاه محمود قرېشي ٬ نېشنل سېکیورټی اېډوائزر معید یوسف، د ورلډ هېلتھ آرګنائزېشن، ملګرو ملتونو ٬ آئی سی آر سی او د نورو نړيوالو ادارو استازي هم رابللې شوي دي۔ غونډه كښې به دكشمير كمېټۍ چيئرمېن نړيوالو ادارو څخه مقبوضه جموں وكشمير كښې د بشري حقونو په بنياد د فوری انټرنېشنل مېډیکل کورېډور جوړولو غوښتنه كوي۔ د غونډې نه وروسته به د كشمير كمېټۍ چيئرمېن شهريار خان آفريدي پي آئي ډي كښې ميډيا ته د غونډې پرېكړو په حقله بريفنګ وركوي۔
د كشمير كمېټۍ چيئرمېن شهريار خان آفريدي د كشمير كمېټۍ غونډه راوبلله
مضمون کا ماخذ : لاٹری ٹکٹ کے فوائد