اسلام آباد 05 جون (اے پي پي) پاكستان په مقبوضه جمو كشمير كښې د هندي ځواكونو په غېر قانوني تحويل كښې د ډېر تشدد په نتيجه كښې د ځوان كشميري محمد امين ملك د قتل سخته غندنه كړې او وئيلي ئې دي چې د بې ګناه كشميريانو په ضد د وحشيانه طاقت استعمال د كشميري اولس د خپلواكۍ د جائز حق هڅې نه شي لاندې كولې. د خالي په ورځ د خارجه دفتر وياند ووئيل چې هندي قابض ځواكونو د جنورې كال 2021م نه پس تر اوسه د نامې امنيتي عملياتو په نوم په جعلي مقابلو كښې 50 بې ګناه كشميري وګړي شهيدان كړي دي. د نابالغ ماشومانو پشمول ځوانان په بې دردۍ سره قتلولې شي. د كشميري ځوانانو نظربندې روانې دي او تدفين لپاره د شهيدانو د جسدونو ستنولو څخه انكار د هندي حكومت د اخلاقي دېواليه كېدو ثبوت دے. پاكستان يو ځل بيا د نړيوالې ټولنې څخه غوښتنه وكړه چې هغه دې په كشمير كښې د بشري حقونو څخه سختو سرغړونو لپاره هند ذمه وار وګرځوي او د ملګرو ملتونو د سلامي كونسل د اړوند قراردادونو او د كشميري اولس د هيلو له مخې د جمو كشمير شخړې سوله ايز حل لپاره دې كار وكړي.
خارجه دفتر په مقبوضه جمو كشمير كښې د هندي ځواكونو په غېر قانوني تحويل كښې د ډېر تشدد په نتيجه كښې د ځوان كشميري محمد امين ملك د قتل سخته غندنه وكړه
مضمون کا ماخذ : اسکریچ کارڈ کے نتائج