اسلام آباد۔9فروری (اے پی پی) سپريم كورټ د خېبر پختونخوا پخواني وزير شاه محمد خان د نااهلۍ پرېكړې په ضد دائر كړې شوې اپيل د بېرته اخستو په بنياد خارج كړے دے۔ د شورؤ په ورځ د جسټس سردار طارق مسعود په مشرۍ كښې درې كسيزه بېنچ د پخواني صوبائي وزير شاه محمد خان د نااهلۍ په اړه د الېكشن كمېشن د پرېكړې په ضد د دائر كړې شوي اپيل سماعت وكړو۔ د سماعت په مهال جسټس مظاهر علي اكبر نقوي درخواست ګزار وكيل مخاطب كولو سره ریمارکس وركړل چې د نااهلۍ په په ضد اپيل د سماعت وړ نه دے ، ښه به دا وي چې اپيل بېرته واخستلې شي او اړوند فورم ته رجوع وكړې شي۔ په دې مهال خواست كوؤنكي وكيل دريځ خپل كړو چې اپيل بېرته اخلو او اړوند فورم ته به رجوع وكړؤ۔ سپريم كورټ د خېبر پختونخوا پخواني وزير شاه محمد خان د نااهلۍ پرېكړې په ضد دائر كړې شوې اپيل د بېرته اخستو په بنياد خارج كړو۔ دا خبره دې ښكاره وي چې الېكشن كمېشن صوبائي وزير شاه محمد خان نااهل ګرځولې وو۔
سپريم كورټ د پخواني صوبائي وزير شاه محمد خان په ضد اپيل خارج كړو
مضمون کا ماخذ : نتیجہ لوٹومینیا