نړيواله ټولنه دې هند په مقبوضه جمو كشمير كښې په ناوړه جرائمو مسئول وګرځوي۔د جمو كشمير په اړه د او آئي سي د رابطه ډلې شريكه اعلاميه


اسلام آباد 23 مارچ (اے پي پي)د جمو كشمير په اړه د او آئي سي رابطه ډلې خارجه وزيرانو د شريكې اعلاميې منظوري وركړې چې پكښې په نړيواله ټولنه زور راوړلې شوې چې هغه دې هند په مقبوضه جمو كشمير كښې په ناوړه جرائمو مسئول وګرځوي٬هند دې د اګست په پنځمه نېټه كال 2019م كښې يو اړخيزه او غېر قانوني اقدامات بېرته واخلي٬په غېر قانوني توګه د آبادۍ تناسب بدلولو٬په مقبوضه كشمير كښې د بشري حقونو څخه منظم او سنګين سرغړونې دې بند كړې شي۔د كشميرسياسي مشران٬خبريالان او د بشري حقونو كار كونكي او ځوانان دې په سمدستي توګه خوشې كړې شي او ماورائے عدالت قتل دې بند كړې شي۔په مقبوضه كشمير كښې دې په تعليمي ادارو بندېزونه ختم كړې شي او په خاص توګه جينكو ته دې د تعليم ترلاسه كولو حق وركړې شي۔د او آئي سي د رابطه ډلې غونډه د شورو په ورځ په اسلام آباد د او آئي سي د خارجه وزيرانو د كونسل د 48مې غونډې په موقع د او آئي سي سېكرټري جنرل حسېن ابراهيم طحه په مشرۍ كښې وشوه۔د او آئي سي رابطه ډلې د خپلواكۍ حق لپاره د كشميريانو جائز هڅو ته پېرزوينه وړاندې كولو سره د هند د تسلط څخه آزادۍ لپاره د دوي د جائز هڅو د ملاتړ پخلې وكړو۔په غونډه كښې د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل د قراردادونو او د او آئي سي د تسليم شوي اقدام له مخې د جمو كشمير د اولس د خپلواكۍ د پېدائشي حق د ملاتړ د عزم پخلې وكړې شو۔د او آئي سي رابطه ډلې په پاې كښې په جاري شوي اعلاميه كښې وئېلي شوي دي چې جمو او كشمير په نړيواله كچه تسليم شوې تنازع ده كومه چې د كال 1948 نه تراوسه د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل په ايجنډا ده۔د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل د قراردادونو حواله وركولو سره وئېلي شوي دي چې د كشميري اولس د هيلو له مخې د جمو و كشمير شخړه حل كېدې شي بايد دوي ته د ملګرو ملتونو د قراردادونو له مخې په آزاده او جمهوري طريقه د رائې شمېرنې موقع وركړې شي۔د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل د قراردادونو له مخې د كشمير شخړې حل كولو نه بغېر په سوئېلي آسيا كښې پوخ امن نشي راتللې٬د هند د پنځم اګست كال 2019م غېر قانوني اقدامات رد كړې شوي دي او د هند تر تسلط لاندې جمو كشمير كښې 42 لكه غېر كشميري هندي وګړو ته د ډوميسائل اجرا پشمول د آبادۍ د تناسب بدلولو غندنه شوې۔واضحه كړې شوې چې د هند اقدامات د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل د قراردادونو او د هند د خپلو لوظونو خلاف ورزي ده۔په اعلاميه كښې د هند لخوا د كال 1989 نه تراوسه د انسانيت په ضد د شويو ظلمونو هم غندنه شوې چې پكښې د لاكهونو په شمېر كشميريان شهيدان او مېرمنې كنډې شوې دي او د زرګونو په شمېر د مېرمنو او جينكو عصمت دري شوې٬د لاكهونو په شمېر ماشومان يتيمان شوي٬سكولونه او كورونه په لويه پېمانه تباه كړې شوي او د زرګونو په شمېر د خلكو د اجتماعي قبرونو شناخت شوې۔د ملګرو ملتونو د جنرل اسمبلۍ د قرارداد 2649 (1970)حواله وركولو سره وئېلي شوي دي چې دا قرارداد د خپلواكۍ د حق له مخې دې۔په اعلاميه كښې د هند تر تسلط لاندې جمو كشمير كښې په ظلمونو په 16 اګست2019، 15 جنوری 2020ء او 5 اګست 2020ء د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل د غونډو هركلے وكړې شو۔په اعلاميه كښې د اګست په 8مه نېټه كال 2019م كښې د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل د جنرل سېكرټري لخوا د مقبوضه كشمير په اړه د بيان هم ستائنه وكړې شوه۔په غونډه كښې د او آئي سي د جمو او كشمير د رابطه ګروپ د 25 ستمبر 2019 ٬ 20 جون 2020 او 23 ستمبر 2021 د غونډو هم هركلے وكړې شو۔په كومو كښې چې د هند د 5 اګست 2019 اقدام رد كولو سره دا د نړيوالو قوانينو او د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل د قراردادونو خلاف ورزي ګرځولې شوې۔په اعلاميه كښې وئېلي شوي دي چې د بشري حقونو په اړه د ملګرو ملتونو د هائي كمشنر د جون 2018 او جولائي 2019 رپورټ په مقبوضه كشمير كښې د بشري حقونو څخه د منظم او سرغړونو جامع دستاويزات دي۔او آئي سي د بشري حقونو د كمېشن د آزاد مستقل استازي د 5 اګست 2021 رپورټ هم ستائېلې۔په اعلاميه كښې د او آئي سي د بشري حقونو كمېشن خاص استازي ته د هند لخوا مقبوضه كشمير ته د تللو د اجازې نه پرله پسې د انكار غندنه هم شوې۔په اعلاميه كښې په مقبوضه كشمير كښې د هندي ظلمونو په ضد په غږ پورته كولو د نړيوالو مشرانو٬د پارليمان د غړو٬د بشري حقونو د ادارو او د نړيوالې مېډي د كردار هركلې شوې۔د كورنا وبا په مهال په مقبوضه كشمير كښې د بشري حقونو په سنګين صورتحال كښې په اضافه او داروګانو او روغتونونو ته د رسنې په كمي اندېښنه ښودلې شوې۔په اعلاميه كښې كشمير كاز لپاره په هڅو ارواښاد سيد علي ګېلاني ته پېرزوينې وړاندې كړې شوې۔په اعلاميه كښې د او آئي سي سېكرټري جنرل ته خواست شوې چې د دې شريكې اعلاميې يو نقل دې د ملګرو ملتونو سېكرټري جنرل او صدر ته وسپاري۔په شريكه اعلاميه كښې د غړو هېوادونو لخوا دا ايكشن پلان وضعه كړې شوې چې غړي هېوادونه دې هند سره د دوه اړخيزه اړيكو په مهال د كشمير مسئله د ملګرو ملتونو د قراردادونو له مخې په سوله ايز ډول حل كولو لپاره غږ پورته كړي۔د ملګرو ملتونو پشمول په ټولو نړيوالو فورمونو دې په مقبوضه كشمير كښې د بشري حقونو څخه د سرغړونو او د امن او سلامتيا په اړه د دې تعلق په ډاګه كړي۔د مقبوضه كشمير د ملګرو ملتونو د تسليم شوې شخړې په حېث په تناظر كښې دې په مقبوضه منطقه كښې په بهرنۍ سرمايه كارۍ كښې مرسته باوري كړې شي۔په مقبوضه سيمه كښې د صورتحال په تناظر كښې دې د خارجه وزيرانو د كونسل د اقداماتو په بنياد وړاندېزونه تيار كړې شي۔د مقبوضه كشمير او د كنټرول لائن د دواړو خوا تازه صورتحال لپاره دې د مستقل استازي په كچه دورې وكړې شي۔په مقبوضه كشمير كښې دې د بشري حقونو د بدتره صورتحال په اړه د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل صدر او جنرل سېكرټري٬ د بشري حقونو كونسل او د ملګرو ملتونو هائي كمشنر خبر كړی شي۔د مقبوضه كشمير د صورتحال په تناظر كښې دې په بېلا بېلو طريقو خبرتيا زياته كړې شي۔د جمو كشمير سوله ايز حل لپاره دې قانوني٬سياسي او سفارتي موقعې ولټولې شي۔په مقبوضه جمو كشمير كښې د بشري حقونو څخه د سرغړونو او د معياراتو له امله دې د ژوند په ضرورياتو د منفي اثراتو احاطه وكړی شي۔د جمو كشمير په اړه د فيكټ فائنډنګ مشن د لارې دې پرله پسې د بشري حقونو په اړه منصفانه جائزه تياره كړې شي۔

متعلقہ مضامین

سلاٹس پر مفت اسپن کو کیسے متحرک کریں۔_سلاٹ بونس گیمز_علامتیں_آٹو پلے سلاٹ گیمز_فون سلاٹ گیمز کے ذریعے ادائیگی کریں۔ سلاٹ گیمز کے ساتھ کیسینو_آن لائن کیسینو سلاٹ مشینیں۔_عملی پلے سلاٹس_آٹو پلے سلاٹ گیمز_اصلی پیسے کے لیے سلاٹس کھیلیں بہترین فطرت پر مبنی سلاٹس_سلاٹ مشین ایپس_Novomatic Slot Machines_افسانوی مخلوق سلاٹ مشینیں_سلاٹ مشین کے جائزے اور درجہ بندی پاکستان کے لیے ٹاپ اردو سلاٹ ایپس_آٹو پلے کی خصوصیات کے ساتھ بہترین سلاٹس_سب سے بڑے سلاٹ جیک پاٹس_مائیکرو گیمنگ سلاٹس_ویڈیو سلاٹس پر جیتنے کا طریقہ NetEnt Slot Games_iOS آلات پر سلاٹ گیمز کھیلیں_فوری جیت کے ساتھ سلاٹس_بونس راؤنڈ کے ساتھ سلاٹ مشین_سلاٹ گیمز اسلام آباد میں مقبول ہیں۔ نیٹلر سلاٹس_پاکستان میں موبائل کے لیے مفت سلاٹ گیمز_پاکستان کے لیے آن لائن سلاٹس_گولیاں کے لیے مفت سلاٹ گیمز_ٹاپ ریٹیڈ سلاٹ ایپس بڑے جیک پاٹس کے ساتھ سلاٹ مشینیں۔_فوری کھیلنے کے اختیارات کے ساتھ سلاٹ گیمز_اردو میں کیسینو سلاٹس_پاکستانی کھلاڑیوں کے لیے آن لائن سلاٹ ٹورنامنٹ_ٹاپ سلاٹ گیم فورمز ڈیسک ٹاپ پر سلاٹ گیمز کھیلیں_پلےٹیک سلاٹس_سلاٹ مشین_سلاٹ مشین کی ادائیگیوں کو محفوظ بنائیں_آئی فون پر سلاٹ گیمز ہائی لمیٹ سلاٹ مشینیں۔_سمندری ڈاکو سلاٹ مشینیں۔_فوری جیت سلاٹ مشینیں_کیسینو سلاٹ گیمز فیڈ بیک_ایک سے زیادہ بونس راؤنڈ کے ساتھ سلاٹس ارتقاء گیمنگ سلاٹس_اصلی پیسے کے لیے سلاٹس کھیلیں_ڈیسک ٹاپ پر سلاٹ گیمز کھیلیں_پے پال کے ساتھ سلاٹ مشینیں۔_کریڈٹ کارڈ سلاٹس ارتقاء گیمنگ سلاٹس_اصلی پیسے کے لیے سلاٹس کھیلیں_ڈیسک ٹاپ پر سلاٹ گیمز کھیلیں_پے پال کے ساتھ سلاٹ مشینیں۔_کریڈٹ کارڈ سلاٹس ارتقاء گیمنگ سلاٹس_اصلی پیسے کے لیے سلاٹس کھیلیں_ڈیسک ٹاپ پر سلاٹ گیمز کھیلیں_پے پال کے ساتھ سلاٹ مشینیں۔_کریڈٹ کارڈ سلاٹس ارتقاء گیمنگ سلاٹس_اصلی پیسے کے لیے سلاٹس کھیلیں_ڈیسک ٹاپ پر سلاٹ گیمز کھیلیں_پے پال کے ساتھ سلاٹ مشینیں۔_کریڈٹ کارڈ سلاٹس ارتقاء گیمنگ سلاٹس_اصلی پیسے کے لیے سلاٹس کھیلیں_ڈیسک ٹاپ پر سلاٹ گیمز کھیلیں_پے پال کے ساتھ سلاٹ مشینیں۔_کریڈٹ کارڈ سلاٹس ارتقاء گیمنگ سلاٹس_اصلی پیسے کے لیے سلاٹس کھیلیں_ڈیسک ٹاپ پر سلاٹ گیمز کھیلیں_پے پال کے ساتھ سلاٹ مشینیں۔_کریڈٹ کارڈ سلاٹس