اسلام آباد 17 اګست (اے پی پی) وزیراعظم عمران خان وئيلي دي چې د پاکستان نه زيات بل يو هېواد هم په افغانستان كښې د امن او استحکام خواهشمند نه دے٬ سوله ايز او قوي افغانستان لپاره به پاكستان بشپړه حمايت كوي، افغانستان كښې تل پاتي امن٬ استحكام او پرمختګ لپاره په افغان مشرانو لويه ذمه واري راځي۔ وزيراعظم عمران خان دا خبرې د نهې په ورځ افغانستان سره تعلق لرونكو سياسي مشرانو سره د خپلو خبرو په مهال وكړې چا چې وزيراعظم سره ملاقات كړې۔ د سياسي مشرانو د پلاوي هركلي كولو سره وزیراعظم عمران خان د دین، تاریخ، جغرافیه، كلتور او د رشته دارۍ د قوي روابطو د لارې د پاکستان اولس لخوا افغان وروڼو لپاره د بشپړه حمايت او د يوالي څرګندونه كړې۔ وزیراعظم ووئيل د پاکستان نه زيات بل يو هېواد هم په افغانستان كښې د امن او استحکام خواهشمند نه دے۔ وزیراعظم ووئيل په اوسنۍ وضعه كښې په افغان مشرانو لويه ذمه واري راځي چې ھغوي افغانستان تل پاتي امن٬ استحكام او د پرمختګ په لاره سمولو لپاره په تعميري توګه په ګډه كار وكړي۔ وزیراعظم په افغانستان كښې جامع سیاسي حل لپاره د ټولو ډلو په ګډه د كار كولو په اهميت زور رواړو۔ سوله ايز امن او مستحكم پاكستان لپاره د پاکستان د عزم پخلي كولو سره وزیراعظم عمران خان باور وركړو چې پاكستان به په دې لړ كښې د كېدونكو هڅو بشپړه حمايت كوي۔ د پلاوي غړو وزیراعظم عمران خان مننه كولو سره د امن هڅو لپاره د پاكستان د ملاتړ ستائنه وكړه۔ دوي ووئيل د افغانستان ټولنه د كثير النسلي نوعيت ده او هلته جامع نظم و سق ته اړتيا ده۔ افغان پلاوي د پاکستان او افغانستان تر مېنځه د ورورولۍ اړيكو لا قوي كولو لپاره د خپل خواهش پخلې هم وكړو
د پاکستان نه زيات بل يو هېواد هم په افغانستان كښې د امن او استحکام خواهشمند نه دے٬ سوله ايز او قوي افغانستان لپاره به پاكستان بشپړه حمايت كوي۔ د وزیراعظم عمران خان افغانستان سره تعلق لرونكو سياسي مشرانو سره په ملاقات كښې خبرې
مضمون کا ماخذ : میگا ملینز کے نمبر