اسلام آباد۔21فروری(اے پی پی) صدر ډاكټر عارف علوي په مقبوضه كشمير ??ښې د هندي امنيتي ځواكونو لخوا د بشري حقونو روانې خلاف ورزۍ په هر يو ف??رم د ښودلو په حاجت زور راوړے دغسې چې نړۍ ته د هند اصل څېره په ډاګه شي۔ ده ووئيل پاكستان به د خپلواكۍ حق ترلاسه كولو له د كشميري اولس د هڅو ملاتړ روان ساتي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د كل جماعتي حريت كنفرنس يو پلاوي سره خبرو كښې وكړه كوم چې د محمود احمد ساګر په مشرۍ كښې د نهې په ورځ ايوان صدر كښې صدر مملكت سره ??لا??ات كولو۔د پلاوي هركلي كولو سره صدر د دې خبرې پخلے وكړو چې پاكستان خپلو كشميريانو وروڼو سره ولاړ دے او پاكستان به د خپلواكۍ حق ترلاسه كولو له د دوي د روانو هڅو هر ممكن اخلاقي او سفارتي ملاتړ روان ساتي۔ صدر په دې خبره رڼا واچوله چې هندوستان د بېلو اقداماتو د لارې په مقبوضه سيمه كښې د آبادياتي بدلو??ون?? عمل تندولو له هڅې كوي او دې مقصد لپاره يۍ په مقبوضه كشمير ??ښې غېر كشميري وګړو ته 4.5 ملین څخه زيات ډوميسائلز جاري كړې دي٬ دغسې د كشمير زمكه په غېر كشميريانو خرڅولې شي۔ ده دا ډول كارروايۍ د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل د قراردادونو او د څل??رم جنېوا كنونشن پشمول د نړيوال قوانين خلاف ورزي وګرځوله۔ صدر مملكت ووئيل هند د مسلمان په نسل كشۍ كښې ككړ دے۔ ده په نړيواله ورورولۍ زور راوړو چې هغه دې د كشمير ??ه اړه د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل قراردادونه عملي كولو كښې خپل كردار ترسره كړي او هند دې په مقبوضه كشمير ??ښې د غېر قا??ون?? ګامونو په پورته كولو ځواب وركوؤنكے وګرځوي۔ په دې موقع د مقبوضه كشمير حريت مشرتابه صدر مملكت په وادۍ كښې د روانې وضعې څخه خبر كړو۔ دوي ووئيل د هندي ځواكونو د لاسه تر دې دمه 6 لكه كشميري وګړي شهيدان شوي٬ د زرګونو په شمېر كورونه سوزولې شوې٬ مقبوضه كشمير 9 لكه قابضو هندي عسكرو محاصره كړے ٬ كشميرے مشرتابه په زندادو??ون?? كښې اچولے شوے ۔ پلاوي ووئيل هند د كشميري وګړو شناخت او كلتور ته زيان رسوي خو هغه به د اولس غلي كولو په عزم كښې كامياب نه شي
پاكستان به د خپلواكۍ حق ترلاسه كولو له د كشميري اولس د هڅو ملاتړ روان ساتي٬ د صدر ډاكټر عارف علوي د كل جماعتي حريت كنفرنس پلاوي سره خبرې
مضمون کا ماخذ : میگا فارچیون