لاهور 09 اګست (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان سره د پنجاب ګورنر چوهدري سرور او وزيراعليٰ سردار عثمان بزدار ملاقات كړے ۔ د ګل په ورځ د وزيراعظم ميډيا آفس لخوا د جاري بيان له مخې وزيراعظم د لاهور په ګورنر هاٶس كښې ګورنر چوهدري محمد سرور او وزيراعليٰ سردار عثمان بزدار سره د ملاقات په مهال په صوبه كښې د امن او امان او د اولسي خېرښګړې د پرمختيائي منصوبو د پېشرفت جاج واخست۔ د پنجاب ګورنر سره په ملاقات كښې د صوبې په مجموعي صورتحال خبرې شوي او په دې موقع د پنجاب ګورنر وزيراعظم ته په كشمير الېكشن كښې په كاميابۍ مباركي وركړه۔ ګورنر وزيراعظم په بهر هېوادونو كښې د مېشته پاكستانيانو لخوا د حكومت په پاليسو د باور په اړه خبرولو كښې ووئيل ډېر زر كېدونكې اورسيز كنونشن كښې به د بهر هېوادونو نه مېشته پاكستانيان نه يوازې بشپړ ګډون كوي بلكې پاكستان كښې به سرمايه كارۍ كښې هم ژَوره خوښي ولري۔ د پنجاب ګورنر وزيراعظم ته د اقليتونو حقونو تحفظ لپاره په پورته كړو اقداماتو پېرزوئنې وړاندې كولو سره په بهونګ كښې د درمسال د بحالۍ د روان كار د پېشرفت نه هم خبر كړو۔
وزيراعظم عمران خان سره د پنجاب ګورنر چوهدري سرور او وزيراعليٰ سردار عثمان بزدار ملاقات
مضمون کا ماخذ : میگا ملینز کا بونس