اسلام آباد11اګست (اے پي پي) د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير او د اېن سي او سي مشر اسد عمر اولس ته د شجر کارۍ په كمپائن كښې د برخې اخستو غږ كولو سره وئيلي دي په اسلام آباد كښې ونې په تندۍ سره وهلې كېږي خو د شجركارۍ كمپائن څخه به راتلونكو نسلونو ته ګټه ورسي۔ د شورو په ورځ ميډيا سره په خبرو كښې ده ووئيل اسلام آباد كښې د پرمختيائي نظام پحقله ځينې پرېكړې وزيراعظم ته وړاندې كوٶنكې يو٬ دلته يو ډول نظام ريګولېټ كوٶنكې يو او يوازې په اسلام آباد كښې دوه لكه 75 زره بوټي د تاجرانو سره په ګډه نالوٶ او په اسلام آبادكښې د اوبو لوي سكيم راوړاندې كوٶ۔ اسد عمر ووئيل په اسلام آباد كښې به په يو كال كښې څلور روغتونونه جوړوٶ٬ په اسلام آباد كښې ځېنې نجي هاؤسنګ سوسائټيو د قانون خلاف ورزۍ كړې٬ په سي ډي اے اوپرائيويټ هاؤسنګ سوسائيټزكښې به تفريق ختموٶ۔ ده ووئيل غازي بھروتھا څخه به اسلام آباد ته لس كروړه ګېلنه اوبه وركولې شي او د دې نه علاوه په د اسلام آباد د ګورننس سسټم ښه كوٶ
د شجر کاري كمپائن څخه به راتلونكو نسلونو ته ګټه ورسي۔ اسد عمر
مضمون کا ماخذ : میگا ملینز لائیو ڈرا