اسلام آباد 07 ستمبر (اے پي پي)د وزيراعظم د غريبۍ كمولو او د سماجي تحفظ خاص مرستيالې سېنټر ډاكټر ثانيه نشتر د بلوچستان چيف سېكرټري متهر رياض رانا سره په اسلام آباد ستاره ماركيټ كښې د احساس د وړومبي ون ونډو مركز دوره كړې۔په دې مهال سېكرټري عصمت طاهره او د احساس نور اعلٰی چارواكي هم موجود وو۔چيف سېكرټري ته د احساس ون ونډو آپرېشن په اړه تفصيلي بريفنګ وركړے شو۔چيف سېكرټري په احساس مركز د ټولو آسانيو د وركړې عمل ستائنه وكړه۔په دې مهال ډاكټر ثانيه نشتر ووئيل د احساس ون ونډو مركز مقصد د يو چت لاندې د احساس پروګرامونو په اړه ټولې آسانۍ وركول دي او د هېواد په هره ضلع كښې به د ستاره ماركيټ اسلام آباد په ډول ون ونډو احساس مركزونه پرانستلې شي
مضمون کا ماخذ : میگا ملینز