ينډۍ 16دسمبر (اے پي پي) د پاك پوځ سرلښكر جنرل قمر جاويد باجوه او د برتانيې چيف آف ډيفنس سټاف ايډمرل سر انټوني ډيوډ راډاکن ترمينځه ټيلي فوني خبرې اترې شوي ۔سرلښكر ايډمرل سر انټوني ډيوډ راډاکن له په نوې تقرري مبارکي وركړه او هيله ئې څرګنده كړه چې هغه به د دواړه هېوادونو ترمينځه مرسته لا قوي كولو كښې خپل كردار ترسره كړي۔د آئي اېس پي آر له مخې د ملاقات په مهال د شريكې خوښې په چارو ٬ پوځي مرسته ، د سيمه ايزې سلامتيا او د افغانستان موجوده سلامتيا/انساني صورتحال په اړه د خيالاتو څرګندونه شوې۔سرلښكر د انساني بحران مخنيوې لپاره افغانستان له د انساني مرستې لېږلو لپاره د اداره جاتي تګلارې وضع کولو په سمدستي حاجت زور راوړو۔ده د دې خبرې پخلے وكړو چې پاکستان سيمه ايز امن او سوكالۍ لپاره خپلو ګاونډيانو سره ښو اړيكو له خوښې لري۔په دې موقع د برتانيې چيف آف ډيفنس اسټاف د پاکستان د افغان په صورتحال او سيمه ايز استحکام كښې كردار وستائلو او د پاکستان سره ئې په هره كچه امنيتي مرستې زياتولو له د خپل کردار ترسره كولو عزم څرګند كړو ۔
سرلښكر جنرل قمر جاويد باجوه او د برتانيې چيف آف ډيفنس سټاف ايډمرل سر انټوني ډيوډ راډاکن ترمينځه ټيلي فوني تماس
مضمون کا ماخذ : comprar raspadinha