اسلام آباد 10 جنوري (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن وئېلي دي شهباز شريف په دېرش دېرش كاله حكومت كولو سره ليډر جوړ نه شو٬كه هغوي په پنجاب او مري كښې وسائل خرڅ كړي وو نو نن به مونږ دې ورځې سره نه مخ كېدو٬شريفې كورنۍ يوازې خپل محلونه جوړ كړي٬د هغوي په دور كښې شوے پرمختګ د هغوي تر كورنو محدود ؤ ٬د تحريك انصاف نه علاوه د مري په رېسكيو اپرېشن كښې كوم بل ګوند موجود نه ؤ ٬مونږ د نوي پاكستان لوظ كړے ٬انشاﺀ د عمران خان په مشرۍ كښې به مونږ نوے پاكستان جوړوؤ۔ده د دې خيالاتو څرګندونه د ګل په ورځ په قامي اسمبلۍ كښې كړې۔د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن ووئيل هيله وه چې شهباز شريف به د يو ليډر پشان خبره وكړي خو هغه نيم شعبده باز دے٬هغه له په پېښو سياست او د شعبده بازۍ نه علاوه نور څه نه ورځي٬ ده ووئېل هغه دېرش دېرش كاله حكومت وكړو خو بيا هم ليډر نه شو۔ده ووئيل د مري په پېښه هر سړے غم جن دے٬مري ته 64 زره ګاډي په پنځو ورځو كښې داخل شوي٬مونږ وياړ لرو چې د پنجاب وزيراعلٰی٬وفاقي وزيران٬د پاكستان تحريك انصاف اېم اېن ايز او اېم پي ايز پشمول زمونږ وركرز په مري كښې د اولس سره ولاړ و و٬ ده ووئېل سول انتظاميې٬پاك پوځ او سول ادارو پد مري نه د رېسكيو اپرېشن په مهال په لاكهونو ګېر خلق راويستلې۔ده ووئيل پخوانے وزيراعظم شاهد خاقان عباسي او د (ن) ليك كوم كس په مري كښې مخ دے ښكاره شوے ۔هغوي هلته د تګ زحمت قدرې ونه كړو۔ده ووئيل په 24 ساعتو كښې دننه رېسكيو اپرېشن كولو سره ټول سړكونه كليئر كړے شوي
شهباز شريف په دېرش دېرش كاله حكومت كولو ليډر نه شو٬كه هغوي په پنجاب او مري كښې وسائل خرڅ كړي وو نو نن به مونږ دې ورځې سره نه مخ كېدو۔د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن قامي اسمبلۍ كښې د خيالاتو څرګندونه
مضمون کا ماخذ : números dupla sena