اسلام آباد 28 جون (اے پي پي) په هېواد كښې د جون 30مې نيټې څخه د پشكال بارانونو د پېل كېدو امكان دے٬ چې په سبب ئې نېشنل ډيزاسټرمېنجمنټ اتهارتۍ (اېن ډي اېم اے) اړوندو ادارو ته د چمتو پاتې كېدو امر كړے۔ د نهې په ورځ د محكمه موسميات لخوا د جاري خبر پاڼې له مخې د هېواد په بېلا بېلو سيمو كښې د زيارت ورځ د جون 30مې نيټې نه تر نهې ورځ يعني د جولائي تر 5مې نيټې د سيلۍ٬ جاكړ او د باران امكان دے٬ د موسميات څانګې له مخئ د بارانونو دې سلسلې له امله د جولائي د دوېمې نيټې نه تر څلورمې نيټې به د اسلام آباد، پېنډۍ، لاهور، ګوجرانواله، سيالکوټ، فېصل آباد او د 3 نه تر 5 جولائي کراچۍ او د حېدرآباد په كوزو سيمو كښې د سېلاب امكان وي او په کشمير ،ګليات،مري كښې د لېنډ سلائيډنګ اندېښنه ده۔ اېن ډي اېم اے د صورتحاله مخې ټولو وفاقي او صوبائي وزارتونو او ماتحت اړوند ادارو پشمول صوبائي، ګلګت بلتستان، آزاد جمو و کشمير او ضلعي ډيزاسټر مينجمنټ اتھارټيز ته د هر ډول هنګامي حالاتو مخنيوي او په وخت او پېشګي اقدامات له امر كړے ٬ پي ډي اېم اے ٬ ډي ډي اېم اے ته ټولو اړوندو ادارو سره په تماس كښې د پاتې كېدو، اېمرجنسي مشينري او د عملے چمتو ساتلو سره سره كوزو سيمو لپاره د ډي واټرنګ پمپس د پيشګي موجودګۍ باوري كولو امر هم كړے دغسې چې د موسم له امله د سېلابي اوبو مخنيوي لپاره اقدامات وكړے شي٬ دوي وئېلې دي لوکل ريسکيو سروسز ډيپارټمنټس د سېلاب خطر سره د مخ كېدونكو سيمو وګړو ته په خاص توګه د سېلګرۍ ځايونو پلو سېلګرو ته د غېر ضروري نقل و حرکت څخه د محتاط پاتې كېدو او په لويه كچه د شعور بېدارولو كمپائن د چولولو وئېلې دي ۔ دغسې په كوزو سيمو كښې مېشته وګړي دې محتاط اوسي او په هر ډول هنګامي صورتحال كښې دې اړوندو ايمرجنسي سروسز په سمدستي توګه خبر ساتي٬ قانون نافذ كوٶنكې ادارې ٬ موټروے/ټرافېك پوليس دې شمالي سيمو پلو سفر كوٶنكې مسافر او سېلګري د متوقع بارانونو او د لارو د تازه صورتحال نه هم خبر ساتي
په هېواد كښې د جون 30مې نيټې څخه د پشكال بارانونو پېل كېدو امكان دے ٬ اېن ډي اېم اے ادارو ته د چمتو پاتې كېدو امر وكړو
مضمون کا ماخذ : الوہا کلسٹر ادائیگی کرتا ہے۔