اسلام آباد۔17فروری(اے پی پی)د كورنيو چارو وفاقي وزير شېخ رشيد احمد وئېلي دي د هند په خراست كښې پاكستاني مېرمن سميرا ته د پاكستان شهريت تصديق نامه جاري كړې شوې٬سميرا ته د پاكستان شهريت نامه د نادرا د لارې د هغې د كورنۍ د تصديق نه پس جاري كړی شوې۔د زيارت په ورځ د كورنيو چارو وزارت لخوا په جاري شوي بيان كښې وئېلي شوي د كورنيو چارو وزير شېخ رشيد احمد وئېلي دي د كورنيو چارو وزارت د شهريت نامې د تصديق مراسله نن خارجه وزارت ته لېږلې ده ۔د شهريت تصديق سره به سميرا ته په نوې ډېلي كښې د پاكستان هائي كمېشن د سفر دستاويز جاري كړي ۔د كورنيو چارو وزير وئېلي دي د سفري دستاويز جاري كېدو نه پس به د سميرا په نوم پاكستانۍ وګړې وطن ته راشي او د سميرا سره به د هغې څلور كلنه لور هم پاكستان ته راشي
مضمون کا ماخذ : لاٹوفاسیل