اسلام آباد 08 جون (اے پي پي) د وزيراعظم د معيشت او توان سلاحكار بلال اظهر کياني وئيلي دي چې د نوي مالي كال په وفاقي بجټ كښې به معاشي استحكام لپاره د اصلاحاتو بنياد كېږدو چې ورسره به په هېواد كښې معاشي استحكام راشي٬ زراعت، انفارميشن ټيکنالوجي، د سرمايه کارۍ وده او كاروبار لپاره ښه ماحول برابرول د حك??مت په لومړو ترجيحاتو كښې شامل دي، د تېر حك??مت په دور كښې د نړۍ 24م لوے معيشت 47م پوزيشن ته رسولے شوې او ادارې كنګال كړې شوي۔ د زيارت په ورځ پرېس كنفرنس ته خپله وېنا كښې ده ووئيل نن چې هېواد په معاشي او سفارتي محاذ كومو ستونزو سره مخ دے دا د تېر حك??مت د ناقصو پاليسو نتيجه ده، موجوده حک??مت پخپله لنډه موده كښې معاشي او سفارتي حالات ښه كولو لپاره هڅې كړې دي٬ وړومبې حك??مت آئي اېم اېف سره خبرې پېل كړې٬ تېر حك??مت د آئي اېم اېف پروګرام چلولو كښې ناكامه شوې٬ كله چې پروګرام بيا پېل كېدو ته نزدې شو نو دوي ورته د زيان رسولو هڅې وكړې۔ ده ووئيل حك??مت ترلاسه كولو سره مونږ له د زرمب??دل?? پانګو كښې استحكام راوستل وو٬ د کسان پېکيج د لارې 1800 اربه روپۍ جاري كړې شوې٬ سږ كال 2 كروړه 72 لكه مېټرك ټن غنم شوي٬ زمونږ حك??مت د نړۍ د نورو هېوادونو دورې كولو سره اړيكې بحال كړې٬ په كال 2022 كښې په سفارتي كچه زمونږ د تنها كولو هڅې وكړې شوې٬ مونږ د هېواد د دغه حالاتو نه د ويستلو هڅې كوٶ۔ ده ووئيل چې په كال 2018 كښې چې كله نون ليګ حك??مت پرېښودو نو شرح نمو 6.1 فيصده وه٬ د ګرانۍ شرح دوه فيصده وه٬ نواز شريف لرې كولو سره چې څوك مسلط كړې شؤ اولس ته ئې اوس هم زيان رسي۔ د تېر دور په څلورو كالو كښې پرله پسې ګراني وه ٬ د دوه كروړه نه زيات ??لق د غربت د كرښې نه لاندې شوي٬ اووه لكه خلق بې روزګاره شوي٬ د سي پېك پحقله معلومېږي چې دا د يوې منصوبې له مخې ايسار كړې شوې٬ تېر حك??مت ناسم بجټ جوړ كړو٬ ادارو ته ئې زيان ورسولو٬ دلته يو تن كار لپاره چمتو نه ٶ٬ كاروباريانو په سستم باور نه لرلو٬ د نواز شريف په دور كښې د كال 18-2013 په مهال 14 زره مېګاٶاټ برېښنا په نظام كښې شامل كړې شوه۔ ده ووئيل د حکومتي اقداماتو له كبله اوس مونږ د ديواليه كېدو نه بچ شوې يو۔ ده ووئيل حك??مت د سېلاب ځپليو مرسته كوي او په ځپلې سيمو كښې د بيا رغونې او بحالۍ په منصوبو كار كوي۔ ده ووئيل تر څو سياسي استحكام نه وي هېواد پرمختګ نشي كولې۔ ده ووئيل ځينې عناصر هڅې كوي چې د بهر نه كوم پوځي مرسته راځي ھغه بنده كړې شي۔ ده ووئيل په نوي بجټ كښې ځوانانو لپاره د يو لك لېپ ټاپ وركولو منصوبه لرو چې له مخې به ئې د آئي ټي په څانګه كښې بهتري راشي دغسې د كركيلي څانګې ته هم بشپړه پام كوٶ۔
د نوي مالي كال په وفاقي بجټ كښې به معاشي استحكام لپاره د اصلاحاتو بنياد كېږدو۔ بلال اظهر کياني
مضمون کا ماخذ : موبائل سے لاٹری کھیلیں