اسلام آباد۔01 نومبر(اے پی پی)د كورنيو چارو وفاقي وزير رانا ثناﺀ الله د عمران خان لانګ مارچ فتنه او فساد مارچ ګرځولو سره وئېلي دي د عمران خان سره په هېڅ سطح خبرې نه كېږي٬د علي امين ګنډا پور٬كامران بنګش او فيصل واوډا د خبرو نه پس د كورنيو چارو وزارت وزيراعظم ته خواست كوي چې سول آرمډ فورسز له د اوښكو بهيونكې ګيس او د ربړ ګولو سره د خپل تحفظ لپاره وسله وركړې شي۔كه يوه وسله واله ډله په رياست د بريد كولو تياري كوي نو وفاقي قانون نافذ كوونكو ادارو ته د هغې د نيولو آئيني او قانوني حق ترلاسه دے ٬بايد په داسې صورت بيا څوك څه ګيله ونه كړي۔د مېډيا ذريعو او نورو راپورونو څخه ثابت شوې چې د پنجاب دواړه ډويژنونو وګړو د عمران خان فتنه فساد مارچ څخه د لاتعلقۍ څرګندونه كړې ٬بايد عمران خان خپله ناوړه ايجنډ پرېدي او د هېواد د آئين او قانون تابع شي او د پاكستان نورو سياسي قوتونو سره كېښني او د هغې په نتيجه كښې چې كوم هم سياسي حل راوځي د هغې له مخې هېواد مخ په وړاندې بوتللے شي۔ده د نهې په ورځ پي آئي ډي كښې خبري كنفرنس ته وينا كوله۔د كورنيو چارو وزير ووئيل پاكستان دا وخت اتحاد او يووالي ته اړتيا لري ۔رانا ثناﺀ الله ووئيل د عمران خان د لېبرټي چوك څخه پېل شوي لانګ مارچ كښې يوه خاص ډله كومه چې د هغه د ګمراهۍ ښكار شوې هم هغه ډله د هغه سره ده٬د عمران خان لانګ مارچ د يو څو زره كسانو څخه پېل شوے ۔ ده ووئېل مريدكے څخه چې كله لانګ مارچ پېل شو نو اسد عمر وګړو ته وېنا كوله په هغه مهال 800 كسان ورسره وو۔ده ووئيل عمران خان وائي چې د اولس سمندر زما سره روان دے خو هغه سره د لس زره څخه زيات كسان نشته كوم كسان چې هغه سره دي د هغوي تعلق د هېواد د بېلو برخو څخه دے ۔ داخله وزير ووئېل د عمران خان مارچ په وړومبي پړاؤ كښې د لاهور او بيا د ګوجرانواله ځايې وګړو مسترد كړے۔ده ووئيل عمران خان خپل لانګ مارچ د سپكو سپورو او د غلطو خبرو څخه پېل كړی٬په يو ځاې عمران خان وائي بايد د چوكيدار تنخا بنده كړی شي او لږ وخت پس بيا په پښو پريوځي۔ده ووئيل صوبائي حكومتونه په ضمني ټاكنو كښې طاقت لري ٬ د لس نه تر پنځلس زره اضافي ووټونه ترلاسه كېږي٬دا د عمران خان څه كمال نه دے ٬ده ووئيل په پنجاب كښې د ضمني ټاكنو په مهال د احساس پروګرام څخه په لاكهونو روپۍ لېږلې شوي كله چې د دې آډټ وشي نو د هغه د كرپشن يو نوے رېكارډ به رامخې ته شي۔
قانون نافذ كوونكو ادارو ته آئيني حق ترلاسه دے چې د وسلې سره په رياست بريد كوونكي اونيسي۔د كورنيو چارو وزير رانا ثناﺀ الله
مضمون کا ماخذ : قزاقوں کی کافی مقدار