اسلام آباد۔2فروری(اے پی پی) د پیس اېنډ کلچر آرګنائزېشن چیئرپرسن مشعال حسېن ملک وئيلي دي كشميري اولس د خپلواكۍ حق ترلاسه كولو له سولييزې هلې ځلې روانې ساتلې دي ٬ نړيوالې ورورولۍ كشميري اولس ته د دوئي د خپلواكۍ حق وركولو لوظ كړې خو د څو لسيزو تېرېدو باوجود دوئي كشميري اولس ته خپل پېدائشي حق نه دے وركړے۔ د كشمير ميډيا سروس له مخې مشعال ملك په اسلام آباد كښې په يوه مركه كښې ووئيل کشمیری اولس د تېرو 7 لسيزو څخه د خپلواكۍ حق لپاره ځانګړې قربانۍ وركوي او دوئي به په هر قيمت د آزادۍ دا تحريك تر منطقي انجام رسولو روانې ساتي۔ دې ووئيل د كشميري اولس قربانۍ به بې ځايه نه ځي۔ دې ووئيل كشميري اولس هيله لري چې د كشمير مسئله به په سولييز ډول حل شي۔ دې د كشمير مسئلې حل لپاره د بشپړه سفارتي هڅو او مذاكراتو په حاجت زور هم راوړو
مضمون کا ماخذ : کڑک