اسلام آباد 26 جون (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان وئيلي دي چې د ناكامې نه يرېدونكي كله هم نه شي بريالي كېدے، ځوانان زمونږ سباٶن دے، الله تعالٰی مونږ ته هر ډولې وسيلې راكړې دي، موسمونه او نعمتونه ئې راكړي دي، بايد مونږ د نورو نقل كولو په ځائ خپله لار اختيار كړو، د سېلګرې د څانګې نه تر اوسه پوره استفاده نه ده شوې، په دې كښې ډېرې موقعې دي، پاكستان د سېلګرې ودې د لارې ډېرې پېسې ګټلې شي. ده دا خبرې د خالي په ورځ د نېشنل امېچور شارټ فلم فېسټول دستورې ته په خپله وېنا كښې وكړې. وزيراعظم آئي اېس پي آر ته په دې فېسټول كولو پېرزوينه وړاندې كړه او وې وئيل چې دا نوي شروعات دي، دلته د ځوانانو لخوا جوړ كړي شوي د لنډ وخت فلمونه كتلو سره خوشحاله شوے يم ، اوس مونږ په سمه لار روان شوي يو. ده د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن ته پېرزوينه وړاندې كړه او وې وئيل چې هغه نوي سوچ سره راغلے دے. ده سكالر شپ ترلاسه كوونكو ځوانانو ته مباركي وركولو سره ووئيل چې د لنډ وخت فلمونو ترقې لپاره به ځوانانو ته وظيفې وركولې شي. وزيراعظم ووئيل چې ده د پاكستان فلمي صنعت ترقي ليدلې ده، مونږ په غلطه لار روان شوي وو او د خپل سوچ او كلتور په ځائ مو د هند نقل كول پېل كړي وو. د دې په ضد پاكستان ټيلي ويژن غوره ډرامې تيارې كړې او د خپل كلتور عكاسي ئې وكړه او دې سره د پي ټي وي ډرامې ډېرې مقبول شوې. وزيراعظم ووئيل چې په نړۍ كښې د نقل كوم قيمت نشته، اهميت يوازې د اصل وي. هم هغه پېنټنګ ګران وي كوم چې اصل وي. وزيراعظم ووئيل چې ده شوكت خانم روغتون لپاره فنډ جمع كولو لپاره د ټولې نړۍ دورې وكړې، نصرت فتح علي خان مې ځان سره بوتللو، هغې مې د نړۍ لويو لويو سندرغاړو سره ملاٶ كړو نو ټول د نصرت فتح علي خان مداح جوړ شول. د هغه د فن په لوېديځو هېوادونو كښې هم ډېره ستائنه وكړې شوه. وزيراعظم ووئيل چې زما خواهش دے چې زمونږ فلمي صنعت د اصل په پلو راوګرځي او خپل سوچ معرفي كړي. ماته وئيلي شوي وو چې څه خلق كتل غواړي، مونږ هغه ښايو خو چې كله مې ترك صدر رجب طيب اردوان سره خبره وكړه او ارطغرل ډرامه سيريل مو معرفي كړه نو هغه بې حده مقبول شوه. وزيراعظم ځوانانو ته ووئيل چې هغوي دې د ماتې خوړلو نه يره ونه كړي ځكه چې څوك د ماتې خوړلو نه يره لري، هغه كله هم ګټه نه شي كولې. ده ځوانانو ته نصيحت وكړو چې د نقل كولو په ځائ دې خپله لار اختيار كړي، خپل سوچ، فكر او پاكستانيت دې په ډاګه كړي. وزيراعظم ووئيل چې د پاكستان بانيان قائداعظم محمد علي جناح﴿رح﴾ او علامه محمد اقبال عظيم ذهن لرونكي انسانان وو. دوي قوم ته يو سوچ او فكر وركړو. په دستوره كښې وزيراعظم عمران خان د شارټ فلمونو په مقابلو كښې پوزيشن ترلاسه كوونكو ځوانانو ته انعامات هم وركړل. د دې څخه وړاندې د پاك فوځ د اولسي اړيكو څانګې ډائرېكټر جنرل مېجر جنرل افتخار بابر دستورې ته په خپله وېنا كښې ووئيل چې ترهګرې زمونږ قومي تشخص ته ډېر زيان رسولے. وخت راغلے چې د هېواد تشخص ښه كړے شي. ده ووئيل چې د ترهګرې د مخ نيوي په ضد جنګ مو تقريباً ګټلے دے، زمونږ ځوانان ډېر صلاحيت لري او الله تعالٰی مونږ ته هر يو نعمت راكړے. د ځوانانو لخوا د لنډ وخت فلمونو سره به د هېواد مثبت تشخص په ډاګه شي. ده ووئيل چې د ټول پاكستان څخه د بېلا بېلو پوهنتونونو زده كوونكو فېسټول لپاره د سلګونو په شمېر فلمونه تيار كړي او په مقابله كښې ئې برخه اخستې. ده د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن مننه هم وكړه كوم چې د دې سرپرسي وكړه. په مقابلو كښې حمزه افتخار، عقيدت چشتي، ياور شاه، حليم عباس، روهي كاشمي، وليد اقبال، محمد وسيم، سيد محمد حېدر شاه، سفير احمد او 12 كلنې صبا فاطمه انعامات ترلاسه كړل.
ځوانان زمونږ سباٶن دے، الله تعالٰی مونږ ته هر ډولې وسيلې راكړې دي، موسمونه او نعمتونه ئې راكړي دي، بايد مونږ د نورو نقل كولو په ځائ خپله لار اختيار كړو. د وزيراعظم عمران خان د نېشنل امېچور شارټ فلم فېسټول دستورې ته وېنا
مضمون کا ماخذ : کمپیوٹر لاٹری انعامات