اسلام آباد 23 جنوري (اے پي پي) د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قرېشي وئېلي دي د ساهيوال پیښه يو دړدمنده پیښه و??٬دې سره ټول پاكستانيان ځپلې شوي خو په دې پیښه بايد سي??ست اونه كړی شي٬د پېښې ذمه وارو له به سخته سزا وركولې شي۔د شورو په ورځ په قامي اسمبلۍ كښې د مخالفې ډلې مشر د اعتراض نكتې په ځواب خار??ه وزير شاه محمود قرېشي ووئيل د مخالفې ډلې مشر يوه نكته پورته كړی وه٬دا ترسره شوې وه چې په فنانس بل به د خيالاتو څرګندونه كوو او بيا به فنانس بل وړاندې كولې شي خو هغه د ساهيوال پېښه پورته كړی۔ده و??ئيل په دې پېښه ټول پاكستانيان ځپلې شوي۔دا يوه دړدمنده پېښه و??٬د دې پېښې هدايات د حكومت د اړخه نه و?? وركړې شوي ٬حكومت د دې پیښې غندنه كړی٬ ده و??ئېل دوه ورځې په دې پیښه په ايوان كښې بحث شوې٬دا پیښه اوس پورته كول مناسب نه و??۔د پنجاب اعلٰی وزير ټاكلې شوې٬د هغه په اړه ناوړه الفاظ مناسب نه دي٬كه د ټاكلې شوو نمائندګانو سپكاوې اوكړو نو دا به د جمهوري رواياتو خذمت نه و??۔ ده و??ئېل اعلٰی وزير په موقع ورسېدلې وو٬وزيراعظم راپور غوښتلې جے آئي ټي خ??ل كار بشپړ كړې او د حالاتو او واقعاتو جاج اخستلو سره يې خليل او د هغه كورنۍ بې ګناه ګرځولې٬ ده و??ئېل مونږ دا ګڼو چې هغوي قتل كړی شوي٬هغوي ترهه ګر نه و??٬تېر وخت كښې حكومتونو به د څيزونو پټولو هڅه كوله٬دې حكومت ھېڅ هم پ?? نه دي ساتلې كوم هم سركاري افسر له به تحفظ نه وركوو٬ ده و??ئېل ككړ كسانو له به سزا وركولې شي۔خار??ه وزير ووئيل حقائق به قام او ايوان ته وړاندې كولې شي۔ده و??ئيل پھ دې پیښه كښې د وژلې شوي ذيشان په اړه نورو پلټنو له كمېټۍ وخت غوښتې٬په دې معامله مېډيا ته د ان كيمره بريفنګ وركولو هم پريكړھ شوې دغسې چې اصل حقائق راوړاندې شي۔ شاه محمود قرېشي ووئېل د دې كيس مقدمه به د ترهه ګرۍ مخ نيوي عدالت كښې چلولې شي٬اعلٰی افسران د خپلو چوكو څخه اخوا كړی شوي ٬ټول حقائق به اولس ته وړاندې كولې شي او څه به هم پ?? نه شي ساتلې٬ ده و??ئېل د ماشومانو د كفالت او تحفظ لپاره به اقدامات كولې شي٬دا يوه دړدمنده پیښه و??٬دا بايد د سي??سي پوائنټ سكورنګ لپاره استعمال نه كړې شي
د ساهيوال پیښه يو دړدمنده پیښه وه٬دې سره ټول پاكستانيان ځپلې شوي خو په دې پیښه بايد سياست ونه كړی شي
مضمون کا ماخذ : اسکریچ کارڈ نمبر