اسلام آباد 20 ستمبر (اے پي پي) د وزيراعظم د پارلماني چارو سلاكار ډاكټر بابر اعوان وئيلي دي چې د الېكټرانك ووټنګ مشين او بهر مېشته پاكستانيانو ته د رائې حق وركولو په اړه د انتخ??بي اصلاحاتو په عمل اپوزيشن سره خبرو لپاره تيار يو، د اپوزيشن په غوښتنه به د سېنېټ او قومي اسمبلۍ شريكه پارلماني كمېټي جوړولو سره اخري ځل له اپوزيشن سره مذاكرات كولې شي. په هر صورت په انتخ??بي عمل كښ?? درغلي ختمول غواړو او راتلونكو ټولټاكنو لپاره به قانون سازي كولې شي او دا به سپېځلې جوړولې شي. د ګل په ورځ په پي آئي ډي كښ?? د رېلوے وفاقي وزير اعظم خان سره يو ځائ خبري كانفرنس ته د وېنا كولو په مهال ده ووئيل چېا ټول قوم او بهرمېشته پاكستانيانو ته وئيل غواړم چې حكومت د الېكټرانك ووټنګ مشين اي وي اېم او د اي ووټنګ په پلو مخ په وړاندے روان دے. د اپوزيشن لخوا د دې تاثر وركولو هڅه كولې شي چې د وزيراعظم عمران خان حكومت د كال 2023م ټاكنې غلا كولو لپاره اي وي اېم مشين راوړل غواړي. ده ووئيل چې تر ټولو اول د پيپلز ګوند په دور كښ?? په كال 2009م كښ?? د الېكټرانك ووټنګ مشين په اړه پرمختګ شوے و. د كال 2014م نه تر كال 2016م اوسني صدر ډاكټر عارف علوي سره ټول اپوزيشن په دې لړ كښ?? د ټاكنو كميشن ته تللے و خو نن د اپوزيشن هغه ټول ګوندونه وائي چې مونږ ټاكنې غلا كول غواړو. ده ووئيل چې راتلونكې ټاكنې عمران خان يا تحريك انصاف ته نه دي كول، دې لپاره به په مركز او صوبو كښ?? 120 ورځو لپاره د آئين له م خې عبوري حكومتونه جوړېږي كوم به چې راتلونكې ټولټاكنې كوي. ده ووئيل چې قوم سره لوظ دے چې د درغلې نه د پاكو ټاكنو تصور به هم مونږ راوړو
د وزيراعظم د پارلماني چارو سلاكار ډاكټر بابر اعوان د رېلوے وفاقي وزير سره يو ځائ خبري كانفرنس ته وېنا
مضمون کا ماخذ : لاٹری کھیلنے کا طریقہ