اسلام آباد۔30نومبر(اے پی پی) اېنټي ناركاټكس فورس انټېلي جنس د افغانستان څخه پاکستان ته د نشه يي توکو د قاچاق هڅه ناکامه کړې او د يو ټرك په پټو خانو كښې خوندي كړې شوي 457 كلو ګرام چرس ئې نيولې دي۔ د اے اېن اېف وياند ووئيل زمونږ انټېلي جنس ونګ كوهاټ فورس سره په ګډه كارروائي كولو سره لاچي ټول پلازې ته نزدې يو هينو ټرك څخه په مجموعي توګه 457.200 كلوګرام چرس برآمد كړي كوم چې د ټرك په فرش كښې پټ اېښودلې شوې وو۔ د ده وېنا وه چې د ټرك نه د 12 سوه ګرامو ټول 381 پېكټونه برآمد كړې شوي دي۔ د كارروائۍ په مهال د اوركزئۍ انشاد علي نومې تورن نيولې شوې دې۔ د وياند له مخې د ابتدائي اطلاعاتو نه دا څرګندېږي چې دا نشائي توكي افغانستان څخه پاكستان ته سمګل شوي وو۔ د نيولې شوي تورن په ضد د نشائي توكو مخنيوي اېكټ لاندې مقدمه درج كولو سره نورې پلټنې پېل كړې شوي دي
اے اېن اېف انټېلي جنس افغانستان څخه پاکستان ته سمګل شوې 457 كلوګرامه چرس ونيول
مضمون کا ماخذ : jogos de raspadinha