اسلام آباد 01 فروري (اے پي پي)د داخله وزارت وياند د حافظ محمد سعيد د نظر بندۍ پحقله د هند د خارجه چارو وزارت په بيان غبرګون ښودلو سره وئيلي په اوسنيو اقداماتو پاكستان له هند څخه د كو?? سند يا توثيق ضرورت نشته۔ د داخله وزارت وياند وئيلي دي چې حكومت د جماعت الدعوة پحقله دسمبر 2008 كښې د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل د قرارداد لمبر 1267 په رڼا كښې خپلې ذمه وارۍ ترسره كړې ۔ د اړوند قراردادونو له مخې د وسلې او سفر بندېز او د اثاثو منجمد كولو عوندې بېلا بېلو اقدامات كېدې شو ولې تېرو حكومتونو د ځنيو وجوهاتو په سبب داسې ونه كړل۔ وياند ووئيل هند د حافظ سعيد هلې ځلې پرله پسې د پاكستان بدنامولو په توګه كاروي ٬ نړي??ال?? ورورلي بايد نوټس واخلي او د دې خبرې نه ورله خبرېدل پكار دي چې پاكستان يوه جمهوري ټولنه ده چرته چې عدليه آزاده ده او سېپځلې پرېكړې كوي ۔ وياند ووئيل كه چرې هند خپلو تورونو كښې سنجيده وي نو د حافظ سعيد په ضد دې كوټلي ثبوتونه وركړي كوم چې د پاكستان عدال?? يا نړۍ كښې كوم ځائ هم د قبلېدو جوګه وي٬ د كوم كوټلي ثبوت نه غېر تورونو لګولو سره به منطقه كښې د امن نصب العين كښې مرسته ترلاسه نشي ۔ وياند زياته كړه چې پاكستان هند څخه په دې لړ كښې تر اوسه د سپيناوي او جواز په انتظار دے چې د سمجهوته اېكسپرېس په بريد كښې 68 پاكستاني وګړي پحق رسېدلي ٶ ٬ په تور كښې ككړ تورن څنګه خوشې كړې شوي۔ وياند ووئيل چې په دې بريد كښې د هندي پوځ لېفټېننټ كرنل پرشاد سري كانت پروهت او د راشټريه سوامي سېوك سنګه سوامي اسېما نند عوندې انتها خوښ د هندو لارښودو ككړ كېدل په رېكارډ دي په كوم چې د هند لخوا د كوم مثبت ردعمل نه ځانله په نړيوال پريس كښې په پراخه توګه را??ور كړې شوے دے
د حافظ سعید په معامله پاکستان له د هند كوم سند يا توثيق ضرورت نشته
مضمون کا ماخذ : میگا سینا پریمیو