اسلام آباد 14 جولائي (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان به د ازبكستان صدر شوكت مرزيوف په بلنه په دوه ورځنۍ سركاري دوره(نن)د زيارت په ورځ ازبكستان ته ځي۔خارجه وزير شاه محمود قرېشي پشمول د كابينې په نورو غړو مشتمل اعلٰی كچ پلاوې هم د وزيراعظم سره ملګرے دے٬په دې موقع به د پاكستان د مهمو كاروباري كسانو ډله به هم د ازبكستان دوره كوي۔وزيراعظم به د ازبكستان صدر شوكت مرزيوف سره د ملاقات په مهال تجارت٬اقتصاد او په نورو چارو بحث كوي۔په دې موقع په بېلو څانګو كښې په ګڼو لوظ نامو او اېم او يوز لاس ليك هم متوقع دے ۔وزيراعظم به وړومبي پاك/ازبك بزنس فورم ته خطاب كوي دغسې په فورم كښې به مهم پاكستانيان او ازبك وګړي ګډون كوي۔د ازبكستان صدر په بلنه به وزيراعظم مينځنۍ او د سوئېلي آسيا رابطو په حقله نړيوال كنفرنس كښې ګډون كوي۔په كنفرنس كښې به د نورو هېوادونو وزيران٬تهنك ټينكس نمائندګان او سكالران هم ګډون كوي۔وزيراعظم دورې څخه يوه ورځ وړاندې د شورو په ورځ په تاشقند كښې د شريك بين الحكومتي كمېشن شپږمه غونډه او د جوائنټ بزنس كونسل پرانستې غونډه هم وشوه
وزيراعظم عمران خان به د ازبكستان صدر شوكت مرزيوف په بلنه په دوه ورځنۍ سركاري دوره(نن)ازبكستان ته ځي
مضمون کا ماخذ : پاور بال کے نمبر